کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۵): ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنيت له منسوبينو سره په کتنه کې وويل چې په هېواد کې د بې ثباتۍ عوامل بايد تشخيص او د ناامنو ولسواليو د حالت واضح تحليل وړاندې شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې د ملي امنيت رياست د مرکزي او ولايتي ادارو له مشرانو سره تر درې ورځني سيمينار وروسته په ارګ کې د ليدنې پر مهال وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر په دې ناسته کې ويلي چې د بې ثباتۍ عوامل تشخيص او پر ضد يې دې مبارزه وشي.
هغه زياته کړه، ملي امنيت د کشف مهمه سرچينه ده، د ملي امنيت ځواکونه بايد په دغه برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
ده د دولت د وسله والو مخالفو ډلو په له منځه وړلو کې د ملي امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او يې ويل :"په کار ده چې د هېواد د ناامنو ولسواليو د حالت واضح تحليل وړاندې شي."
ولسمشر غني دې ته په اشاري چې باثباته افغانستان يې اساسي موخه ده، وويل چې د دولت په ټولو سياستونو کې د هېواد لوړې ګټې په پام کې نيول کېږي.
ده ښوونيز او د افکارو د تبادلې سيمينارونه د ملي امنيت منسوبينو ته ګټور وبلل ، ويې ويل چې د مناسبو امنيتي ميکانيزمونو د پلي کولولپاره دې منځمهالي او اوږد مهالي ليدلوري رامنځته شي.
ولسمشر غني له وسله والو مخالفينوسره پر مبارزې ټينګار وکړ ويې ويل:"تروريزم کورنۍ نه بلکې يوه سيمه ييزه او نړيواله پديده ده."
محمداشرف غني د ملي امنيت کارکوونکو پر وظيفوي خونديتوب ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه چې په دې برخه کې دې ځانګړې پاليسي د ملي امنيت شورا غونډې ته د تصويب لپاره وړاندې شي.
غني وويل چې ملي امنيت مناسب ظرفيتونه لري او د دغه بنسټ د راتلونکي لپاره زياتې پانګونې ته اړتيا ده.
هغه ټينګار وکړ چې د هېواد د ملي امنيت په چوکاټ کې د قبيلې، ګوند او تفرقې سياست ځای نه لري، د دغه بنسټ منسوبين يوازې افغانان او مسلمانان دي چې له خپل مسلک سره سمه دنده ترسره کوي.
غني په ملکي څانګو کې د ملي امنيت له تجربه لرونکو کدرونو څخه د استفادې په اړه وويل:" په دې هکله دې کار وشي او په ملکي بنسټونو کې دې د کار اخيستو په موخه د دغو کدرونو ظرفيتونه تشخيص شي. "
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن