ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د سنګين بمبار کې تر ٦٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: د سنګين بمبار کې تر ٦٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
11 Feb 2017 - 15:43
چارواکي: د سنګين بمبار کې تر ٦٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
11 Feb 2017 - 15:43

لښګرګاه (پژواک، ۲٣سلواغه ۹۵) : د هلمند والي که څه هم په سنګین کې د هوايې بریدونو په پرمهال د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه ردوي، خو وايې چې په یادو سیموکې ملکي وګړي نه اوسیږي او دغه  بمبار پر هغو کورونو ترسره شوي، چې هلته مخالفين راټول شوي وو.

والي دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه، له نظامي مسوولینو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې کې وکړې او ويې ويل چې له څو کلونو راهيسې د سنګین ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا درې کیلومترۍ کې ملکي وګړي نه اوسېږي، هلته یوازې د دولت د وسله وال مخالفینو سنګرونه دي.

حیات زياته کړه چې له دوو اوونیو راهيسې وسله والو د دې ولسوالۍ د سقوط لپاره  له نورو ولسوالیو او ولایتونو مخالفین راټول کړي وو چې وړمه شپه د بهرنيو تر هوايى او د افغان ځواکونو تر ځمکنيو  عملیاتو لاندې راغلل، چې پرمهال يې د یو شمېر طالب قوماندانانو په ګډون ۶۰ وسله وال مخالفین ووژل شول.

نوموړي وویل:(( په ماته لکړه او چناري سیمو هوايې بریدونو کې چې د ملکي خلکو د وژل کیدو ادعا شوې ده، دوی يې نه ردوي، خو امکان لري چې مخالفینو د حکومت د بدنامولو لپاره په لوی لاس دغو  سیمو ته  ملکي وګړي راوستلي وي.))

د والي په وينا، اوس دوی څېړنه کوي، څو کره معلومات پیدا کړي، نومونه او کلي يې په ډاګه شي، خو اوس دوی یوازې د طالبانو او د حکومتي لوړ پوړ چارواکو لخوا خبر شوي، چې هلته ملکي وګړي وژل شوي دي.

حيات وايي، وسله والو طالبانو له همدې کورونو د ولسوالۍ لور ته تونلونه هم ویستلي وو او په دې کورونو کې چادوېدونکې توکي وو، چې کیدای شي د هوايي بریدونو پرمهال چاودېدلي وي او ملکي خلکو ته يې زیان اړولی وي، خو بیا هم څیړنو ته اړتیا شته.

په همدې اړه د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخند زاده وویل چې د سنګین  په چناري او ماته لکړه سیمه کې د باچا او فدا محمد پر کورونو د بهرنيو ځواکونو الوتکو بمونه غورځولي چې پرمهال يې ۲۵ تنه د ښځو او ماشومان په ګډون وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

هغه په دې اړ چې په یادو کورونو کې طالبان هم وو، که نه؟ معلومات نه درلودل.

د مجنون په نوم یو تن وايې چې په ماته لکړه کې يې د ورور( باچا) په کور کې ۱۱ تنه وژل شوي، چې دری ښځې، څلور نجونې او پنځه هلکان شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.