ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“داعش د سرپل په صياد ولسوالۍ کې خپلو لیکو ته نوي کسان جلبوي “

“داعش د سرپل په صياد ولسوالۍ کې خپلو لیکو ته نوي کسان جلبوي “

author avatar
12 Feb 2017 - 18:13
“داعش د سرپل په صياد ولسوالۍ کې خپلو لیکو ته نوي کسان جلبوي “
author avatar
12 Feb 2017 - 18:13

سرپل (پژواک،٢٤سلواغه ٩٥): چارواکي په سرپل ولايت کې د طاهر يولداش د زوى په مشرۍ د يو شمېر ازبکستاني داعشيانو د شتون خبر ورکوي او وايي چې دا ډله د ولايت په صياد ولسوالۍ کې خپلو لیکو نوي کسان جلبوي.))

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ازبکستان د اسلامي تحريک ګوند د پخواني مشر طاهر يولداش زوى د يو شمېر ازبکستاني وګړو او کورنيو سره نږدې لس ورځې مخکې د صياد ولسوالۍ نا امنو  سيمو ته چې د فارياب او جوزجان ولايتونو سره  په پوله موقعيت لري، راغلى دى.

د سرپل والي د يادو کسانو او کورنيو شمېر څرګند نه کړ، خو ویې ويل چې د طاهر يولداش زوى پراخ مالي او مادي امکانات لري.

نوموړي څرګنده کړه چې پرون هم يو شمېر وسله وال طالبان په صياد ولسوالۍ کې له دې ډلې سره يو ځاى شول او خپل سپين بيرغ يې په تور داعشي بيرغ بدل کړى دى.

سرچينې وويل داسې راپورونه هم شته چې د کوهستاناتو ولسوالۍ له طالبانو سره هم خبرې روانې دي چې له داعش سره بيعت وکړي.

د هغه په خبره، د دې اړتيا ده چې امنيتي ځواکونه له مرکز نه سرپل ولايت ته ولاړ شي او هلته له مېشتو ځواکونو سره د داعش پر وړاندې عمليات ترسره کړي.

د يادونې ده، د جوزجان ځايي چارواکو هم ويلي چې يو طالب قوماندان له خپلو ٢٠٠ کسانو سره په قوش تپې ولسوالۍ کې له داعش سره يو ځاى شوى او ځينې ازبکستاني داعشيان هم په دې ولسوالۍ کې فعاليت لري.

د سرپل د ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني هم د دې پخلى وکړ چې په صياد کې د طاهر يولداش د زوى په مشرۍ ازبکستانيان فعاليت کوي او پرون هم ځيني طالب وسله وال په دې ولسوالۍ کې له داعش سره يو ځاى شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره ردوي او وايي، په ټول سرپل کې په دې نامه کسان نه لري او نه هم شته.

د صياد ولسوالۍ له يوه نيم کال راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې ده.

د سرپل ولايتي شورا مشر خبردارى ورکړ چې که چېرته په سرپل کې د وسله والو مخالفينو پر ضد په روان ژمي کې عمليات ونه شي، ولايت به د وسله والو مخالفينو لاس ته ورشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.