ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا ځیني کانونه له ۱۳ کلونو وروسته تر دولتي کنټرول لاندې راغلي

author avatar
12 Feb 2017 - 14:54
author avatar
12 Feb 2017 - 14:54

محمودراقي (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): چارواکي وايي چې د کاپيسا په اله سای ولسوالۍ کې يو شمېر مهم کانونه له ١٣ کلونو وروسته بېرته د دولت تر کنټرول لاندې راغلل.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په مرکز او حسن اباد سیمه کې مهم کانونه شته چې ډېرى مهال د ځايي اوسېدونکو او يا هم وسله والو مخالفينو له خوا په کې کيندنې کېدلې.

خو هغه وايي چې اوس مهال يادې سيمې د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې او له کانونو څخه د غير قانوني کيندنو مخه نيول شوې ده.

ولسوال زياتوي: ((اوس په اله سای ولسوالۍ کې سیمه يیز پولیس او ملي پولیس ځاى پر ځاى شوي ددوى ترڅنګ ملي اردو ځواکونه هم شته دي او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه يې نيولې ده.))

د نوموړي په وينا، تر ١٣ کلونو وروسته د يادې ولسوالۍ کانونه د دولت تر کنټرول لاندې راغلي او له دې وروسته به د رسمي قرارداد له لارې قانوني کيندنې کېږي.

ولسوال وويل، کوم کانونه چې د اله سای ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې ایستل کېږي د سیمې د خلکو او یو شمېر قاچاقبرو له خوا پاکستان ته وړل کېږي او هلته په لوړه بیه پلورل کېږي چې د همدې لارې یو شمېر کسان ډېری پیسې هم ترلاسه کوي.

د اله ولسوال وايي، چې ددې ولايت په بېلا بيلو سيمو کې د ياقوتو، زمردو، کرومايټ، يو ډول سپين او شنې قيمتي ډبرې شته دي چې له کلونو راهيسې په ناقانونه توګه ايستل کېږي.

 

د اله ساى ولسوالى يو اوسېدونکى حاجي غلام نبي وايي چې د ولسوالۍ په ختیځه څنډه د اسکین په سیمه کې قیمتي کانونه شته چې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا ویستل کېږي .

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې په دې سيمو کې امنيتي پوستې نه وې او نه هم د حکومتي واکمني وه.

د نوموړي په وينا، له يادو کانونو څخه قيمتي ډبرې لومړى لغمان او بيا د ننګرهار له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.

د شېرزمان په نوم د سيمې يو بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې اوس د غرو په لمو کې امنيتي پوستې جوړې شوې او د غير قانوني کان کيندنو مخه يې نيولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.