ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې د واليبال څلور لوبغاړي وژل شوي

په کاپيسا کې د واليبال څلور لوبغاړي وژل شوي

author avatar
12 Feb 2017 - 10:45
په کاپيسا کې د واليبال څلور لوبغاړي وژل شوي
author avatar
12 Feb 2017 - 10:45

محمودراقي (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٥): په کاپيسا ولايت کې د واليبال لوبې پر مهال د شخړې له امله څلور لوبغاړي وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.

دا پېښه پرون مازديګر د ياد ولايت د تګاب ولسوالۍ د ميره خېلو په سيمه کې د واليبال لوبې پر مهال رامنځته شوې ده.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي فردوس د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د واليبال لوبې پر مهال د لوبغاړو تر منځ شخړه رامنځته شوه چې وروسته د يوه تن د پلويانو له خوا ډزې وشوې.

د هغه په وينا، په دې ډزو کې څلور لوبغاړي ووژل شول او يو بل تن ټپي شوى دى.

فردوس وايي: ((هر مازديګر خلک دلته د غرو په لمنو او پراخو سيمو کې د واليبال او کرکت لوبې کوي چې له نورو سيمو څخه هم ځوانان هم ورته راځي، خو پرون چې کومه پېښه وشوه دا د يو کلي او د يوې کورنۍ غړي دي.))

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي د يادې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې ياده سيمه د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې ده.

هغه زياته کړې چې دا پېښه دشخصي بديو له امله رامنځته شوې او بريد کوونکي تر پېښې وروسته تښتيدلي دي .

د نوموړي په وينا، ډېر ژر به امنيتي ځواکونه په يادو سيمو کې عمليات پيل او د وسله والو مخالفينو مخه به ونيسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.