ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرم ولسوالۍ کې ٨  کلي له وسله والو مخالفينو پاک شول

جرم ولسوالۍ کې ٨ کلي له وسله والو مخالفينو پاک شول

author avatar
13 Feb 2017 - 19:37
جرم ولسوالۍ کې ٨  کلي له وسله والو مخالفينو پاک شول
author avatar
13 Feb 2017 - 19:37

فيض اباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٥): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د دې ولايت د جرم ولسوالۍ اته ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې له تېرو دوه ورځو راهيسې د  کوکچه "٠١١" تر نامه لاندې د امنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شوي چې تر اوسه پورې په کې اته کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په پرونۍ ترسره شوې نښته کې د ملا حافظ په نوم د طالبانو يو سرګروپ له خپلو کسانو سره يوځاى ټپي او له يادې سيمې تښتېدلي، خو تر اوسه پورې د يادې جګړې په اړه کره معلومات نشته.

د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري وويل، ياد عمليات به د وسله والو مخالفينو تر له منځه وړلو پورې په جرم ولسوالۍ کې تر څو مياشتو دوام ومومي.

ده زياته کړه، د يادو عملياتو په ترڅ کې يو امنيتي سرتېرى هم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان سيمه ييزو چارواکو پرون ويلي و، چې په دغو عملياتو کې د شپږو بهرنيانو او يوه قوماندان په ګډون ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ويلي.

بلخوا د بدخشان امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال امام علي وويل، پرون د ياد ولايت په شهداى ولسوالۍ کې دوه ولسي پاڅون کوونکي د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوي دي.

نوموړي ويلي، تر اوسه پورې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو د پوليسو له لوري پلټنې پيل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.