جلال اباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت پوليس وايي چې د بېلابېلو جرمونو په تور یې ٣٧ کسان نيولي، بلخوا د پکتيا پوليسو ويلي چې لسګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي یې ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ٣٧ کسان نيولي دي.
هغه زياته کړه چې پوليسو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ٢٤ کسان د دولتي ځمکو د غصب په تور نيولي دي.
د نوموړي په وينا، دغه راز د کامې ولسوالۍ پوليسو د ګرداب په سيمه کې پنځه کسان د دولتي ځمکې د غصب په تور نيولي دي.
مشرقيوال وايي، پوليسو په شېرزادو ولسوالۍ کې په يوه عراده کرولا ډوله موټر کې د پلټنو پر مهال اووه شکمن کسان نيولي دي.
دغه راز نوموړي وويل چې د جلال اباد ښار پوليسو په لومړۍ حوزه کې دوه کسان له الکولي مشروباتو سره نيولي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې ټول نيول شوي کسان تر پلټنو لاندې دي.
بلخوا په پکتيا کې د سوېل ختيځ د پوليسو ۳۰۳ سپين غر زون قوماندانۍ مسوولينو د ګردېزــ زرمت پر لويه لاره پنځه بوشکه یي ماينونه او نور چاودېدونکي توکي نيولي دي.
د ياد زون مرستيال مل پاسوال رحمان الدين پژواک اژانس ته وويل چې په نيول شوو توکو کې پنځه بوشکه یي ماينونه، دوه سرګلولې، د راکـټ يوه مرمۍ او په ماينونو کې کارېدونکي ځيني توکي شامل دي.
د هغه په وينا، وسله والو غوښتل چې دغه ماينونه په ياده لويه لاره او پلچکونو کې والوځوي، خو د دوی د کشفي اطلاعاتو پر اساس ونيول شول.
دی وايي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي، خو پلټنې روانې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن