ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف: ډارېږو چې نظام له داخله ويناوې ونه خوري

سياف: ډارېږو چې نظام له داخله ويناوې ونه خوري

author avatar
14 Feb 2017 - 15:33
سياف: ډارېږو چې نظام له داخله ويناوې ونه خوري
author avatar
14 Feb 2017 - 15:33

سياف: خداى مه کړه، نظام له داخله ويناوې ونه خوري

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٥): استاد سياف له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ورځې په نمانځ غونډه کې، فساد د نظام تر ټولو خطرناک دښمن وباله او له ولسمشره يې وغوښتل چې پرېږ نه دي دغه پديده نظام راوپرځوي.

جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول سياف په ارګ کې د ٢٦ سلواغې د ورځې د يادغونډې په مراسمو کې وويل چې دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې تر ټولو ستره ورځ ده او له ولسمشر اشرف غني يې وغوښتل، چې د هېواد ټولو سياسي نمايندګيو ته لارښوونه وکړي، چې د دې ورځې نمانځنه په ټوله نړۍ کې وکړي.

ده زياته کړه، د دې ورځې وياړ يواځې د مجاهدينو نه دى، بلکې د افغانستان په ټول ولس پورې اړه لري او بايد په ډېر عزت او ښه توګه ونمانځل شي.

هغه له جزئياتو ورکولو پرته وويل: "نظام له دباندې څخه څوک نه شي په ګونډو کولى، هر څومره چې دسيسې چې وي؛ له کوم شي نه چې موږ ډارېږو چې خدا ى مه کړه نظام له داخله ويناوې ونه خوري."

سياف زياته کړه، په هر ځاى کې چې نظام چپه شوى، د هغو ويناوو له لارې شوى چې له دننه څخه يې نظام خوړلى وي.

هغه ولسمشر غني ته په خطاب کې وويل: "په همدې حساب، د مالي، اداري او اخلاقي فساد چې تر ټولو ګمراه کوونکي فسادونه دي، له فحشا او فساد سره د مبارزې په برخه کې مو جدي پاملرنه غواړم."

دى وايي: "فساد خپل اوچ ته رسېدلى چې خداى مه کړه موږ د هغو په غضب اخته شويو ولسونو په برخليک اخته نه شو."

دغه جهادی مشر وویل، سره له دې چې د بيان ازادي يو ښه سرليک دى، خو نه بايد د دين اصول او بنسټونه تر پښو لاندې شي.

نوموړي له اخلاقي فساد او فحشا سره پر مبارزې د ټينګار ترڅنګ وويل: "دغه عذر ملت نه شي منلى چې وويل شي په زياترو تلويزيونونو واک نه لرو، لږ تر لږه خو له رسمي ملي تلويزون نه پيل وکړئ."

استاد سياف همدارنګه د حکومت له مشرانو وغوښتل، ترڅو د هغو سپکاويو او تورونو په وړاندې چې د ځينو کړيو له خوا په مجاهدينو پسې کېږي، غلي پاتې نه شي.

دى وايي: "پر مجاهدينو تېرى، د دې خلکو په دين او نواميسو تجاوز دى، هغو خلکو ته اجازه مه ورکوئ چې په خپلو ککړو ژبو دغه فريضه لکه داره کړي؛ څوک ورته غل ووايي، څوک ورته غاصب او څوک قاچاقبر."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.