ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو په کندوز کې د موټر سپرلۍ په بايوميټريک چک کړي”

“طالبانو په کندوز کې د موټر سپرلۍ په بايوميټريک چک کړي”

author avatar
14 Feb 2017 - 14:21
“طالبانو په کندوز کې د موټر سپرلۍ په بايوميټريک چک کړي”
author avatar
14 Feb 2017 - 14:21

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٥): د کندوز چارواکي وايي، د خان اباد – علي اباد ولسواليو په لويه لاره وسله والو طالبانو د ٣٠٣ موټر سپرلۍ په بايوميټريک سيستم چک کړي دي، خو څوک يې نه دي بېولي.

د خان اباد ولسوال حيات لاله اميري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شپږ بجې يو ٣٠٣ موټر چې له تخاره د کابل په لور روان و، وسله والو طالبانو درولى او د سپرليو ټېلفونونه يې چک کړي دي.

ده زياته کړه، دغه راز طالبانو د موټر سپرلۍ د بايوميټريک سيستم په وسيله هم چک کړي، ترڅو معلومه کړي چې دولتي کسان په کې شته که نه؟

دى وايي، کله چې له دې پېښې په سيمه کې د نږدې پوستې امنيتي ځواکونه خبر شوي، نو پر طالبانو يې ډزې کړي، چې له امله يې هغوى تښتېدلي دي.

د هغه په وينا، له دې موټر څخه څوک نه دي بېول شوي، خو خلک يې په اړه اندېښمن شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى کسانو د کندوز په ګډون په بېلابېلو سيمو کې بايوميټريک سيستم ته لاسرسى لري.

خو هغه د نننۍ پېښې په اړه څه ونه ويل.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت څو مياشتې وړاندې بايوميټريک سيستم ته د طالبانو لاسرسى ناسم او بې بنسټه بللى و او هغه يې د امنيتي ځواکونو په وړاندې د تبليغاتي جګړې يوه برخه ګڼلې وه.

د دې وزارت مسوولينو ويلي و، چې بايو ميټريک سيستم په مرکزي او سيمه ييزه برخه وېشل شوى چې مرکزې برخه يې په کابل کې په کلکه توګه ساتل کېږي او د امنيتي منسوبينو او مجرمينو اړوند ټول معلومات په کې ثبت او خوندي دي. د بايو ميټريک دې برخې ته يواځې څو مسوول او ځانګړي کسان کولى شي چې لاسرسى ولري او ترې ګټه واخلي.

سرچينې زياته کړې وه، د بايوميټريک سيستم سيمه ييزې برخې ته چې ولايتونو کې د امنيتي منسوبينو او مجرمينو ثبت او هويت لپاره ترې استفاده کېږي، يواځې د ثبت په برخه کې کارول کېږي او  له دې لارې د ثبت شوو هويتونو د پېژندلو امکان نشته.

د دغه وزارت په وينا، که د بايوميټريک سيستم سيمه ييزو برخو کې کوم بېړنې حالت رامنځته شي، له مرکز څخه د بايوميټريک ادارې مسوولين، سيمه ييز سيستم غير فعالوي، څو پرديو ته د لاسرسي امکان له منځه ولاړ شي.

تردې وړاندې د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان مل پاسوال شېر عزيز کامه وال پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د ازادو مسافرو خبرو له مخې، طالبانو د بايو ميټريک دستګاه پر مټ مسافر پېژندلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.