ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې وسله والو لسګونه کسان نیولي

جوزجان کې وسله والو لسګونه کسان نیولي

author avatar
15 Feb 2017 - 15:33
جوزجان کې وسله والو لسګونه کسان نیولي
author avatar
15 Feb 2017 - 15:33

شبرغان (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٥): جوزجان کې سيمه ييز مسوولين وايي چې وسله والو مخالفينو د دغه ولايت له درزاب ولسوالۍ څخه ٥٢ کسان چې ټول يې بزګر دي، تښتولي دي.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل چې ياد کسان د درزاب ولسوالۍ د چهارساى او چهل تپې کلو اوسېدونکي دي، هغوی نن سهار خپلو کروندو کې کار کاوه چې د وسله والو مخالفينو له لوري وتښتول شول.

د غفوري په وينا، ياد کسان په داسې حال کې چې خپلې کروندې يې د کښت لپاره چمتو کولې، د وسله والو مخالفينو له لوري نیول شوي او ناڅرګند ځاى ته بیول شوي دي.

نوموړي وويل، د لومړنيو معلوماتو له مخې، ياد بزګر د جوزجان ولايت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا محمدالله کسانو له ځان سره بیولي دي.

هغه يادونه وکړه چې تر اوسه د یادو کسانو د تښتولو لامل څرګند شوى نه دى؛ خو يو شمېر مخور نن نږدې غرمه مهال طالبانو ته استول شوي؛ څو د رامنځته شوې ستونزې په حل کې منځګړتوب وکړي.

خو د درزاب ولسوالۍ د چهلمرد کلي اوسېدونکي سخي داد وويل: "تر دې وړاندې چهلمرد کلي کې پر کرنيزو ځمکو د پښتنو او ازبکو تر منځ دعوا رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې يې يو پښتون وژل شوى و."

نوموړي وويل چې دا دعوا د مقتول کورنۍ ته د يو ميليون او څلور سوه زرو افغانيو په تاوان (ديت) ورکولو سره هواره شوه؛ خو د وژل شوي تن يو شمېر کليوال دغه کلي ته راغلل او دلته يې کورونه او جومات جوړ کړ.

هغه يادونه وکړه چې يادو کورنيو د وژل شوي تن د وينې پور (ديت) هم اخيستی دى، سيمې پرېښودو ته تيار نه دي او د دې لپاره چې سيمه کې پاتې شي، د موضوع په اړه يې طالبانو ته شکايت کړى دى.

سخي داد زياته کړه: "له دې امله طالبانو د چهلمرد کلي ٥٢ اوسېدونکي له ځان سره بیولي دي او هغوى ټول د انجنير نيسم مهدي پلويان دي چې په سيمه کې د حزب اسلامي له وتلو کسانو څخه دى."

دغه کس زياته کړه چې طالبان به له هغوى سره څرنګه چلند وکړي او د ستونزې هواري لپاره به کومه لار ونيسي؟ جوته نه ده او د سيمې يو شمېر مخور د ستونزې د حل لپاره د طالبانو والي ته ورغلي؛ وليدل شي چې پايله به څه وي.

خو د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې يادو کسانو پر ځمکه شخړه درلوده او موضوع د طالبانو محکمې ته راجع شوې ده، قضيه تر کار لاندې ده او کله چې د طالبانو محکمې له لوري د دغو کسانو په اړه حکم خپور شي، هغوى به خوشي شي.

هغه زياتوي: "دغو کسانو د طالبانو له اوامرو سرغړونه کړې وه او کومو ځمکو کې چې طالبانو د نه کرکيلې امر کړى و، هغوى غوښتل چې کښت په کې وکړي؛ خو بيا هم دا ستونزه به ژر حل او ياد کسان به خوشي شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.