ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: حکمتيار روغ جوړ او دننه په هېواد کې دى

حزب اسلامي: حکمتيار روغ جوړ او دننه په هېواد کې دى

author avatar
16 Feb 2017 - 11:36
حزب اسلامي: حکمتيار روغ جوړ او دننه په هېواد کې دى
author avatar
16 Feb 2017 - 11:36

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥):  حزب اسلامي وايي چې  ددې  ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار روغ جوړ او په هېواد کې دننه ژوند کوي.

حزب اسلامي دغه سپيناوى په داسې حال کې کړى چې په دې وروستيو کې ځينو بهرنيو او کورنيو رسنيو خبر ورکړى و چې حکمتيار سخت ناروغه او په ترکيه کې تر درملنې لاندې دى.

خو د حزب اسلامي ګوند د خپل مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د ناروغۍ  په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړي دي.
 د ياد ګوند لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا خبر دوى ردوي او له حقيقت څخه لرې دى.

 حزب اسلامي ويلي چې د ګوند امير حکمتيار له بشپړې روغتيا برخمن ، په خپل هېواد کې اوسيږي او  د وروستيو شپاړلسو کلونو په موده  کې يې هېڅ کوم بهرني هېواد ته سفر نه دى کړى.

په خبرپاڼه کې راغلي، حزب اسلامي په همدې اساس ټولو هېواد والو ته ډاډ ورکوي چې حکمتيار روغ جوړ او په اړه يې خپاره شوي خبرونه کاملاً  بې اساسه دي.

په کابل کې د حزب اسلامي د سياسي دفتر يوه غړي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله هم پژواک اژانس ته وويل چې حکمتيار روغ جوړ دى او په هېواد کې دننه اوسېـږي.

په ترکيه کې د حکمتيار د درملنې راپورونو هغه مهال زور واخيست  چې په دې وروستيو کې د حزب اسلامي يوه پلاوي ترکيې ته سفر  وکړ.

خو د حزب اسلامي سرچينې وايي چې دغه پلاوي له ترکي چارواکو سره په دوه اړخيزه خبرو او کابل ته د حکمتيار د راتګ  په مراسمو کې د ترکيې د ولسمشر طيب اردوغان د ګډون پر موضوعاتو خبرې شوې دي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.