ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د نړيوالې سوداګرۍ خونې څانګه پرانستل شوه

په کابل کې د نړيوالې سوداګرۍ خونې څانګه پرانستل شوه

author avatar
16 Feb 2017 - 19:49
په کابل کې د نړيوالې سوداګرۍ خونې څانګه پرانستل شوه
author avatar
16 Feb 2017 - 19:49

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٥): د نړيوالې سوداګرۍ خونې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه، نن په کابل کې په نړيوالو ناستو کې د افغانستان د خصوصي سکټور دوامداره حضور او له نورو هېوادونو سره د اړيکو په موخه په رسمي ډول کار پيل کړ.

افغانستان کې د يادې خونې د فعاليت جواز، نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د حکومت د اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري، په افغانستان کې د نړيوالې سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي مشر مايل اقا خيرخواه ته وسپارل شوه.

د حکومت اجراييه مشر، په افغانستان کې د نړيوالې سوداګرۍ خونې پرانېستل يو ستر ګام وباله او ويې ويل، دغه خونه د افغان صنعتکارانو او پانګوالو د هلو ځلو په پايله کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه: "د نړيوالې سوداګرۍ خونه کې ګډون، پر دې سربېره چې د افغانسان د سوداګرۍ او صنايعو خونې ته اسانتياوې برابروي، پر دې سربېره د پانګوالۍ جلب، شبکو رامنځته کولو او د نړۍ له خصوصي سکټور سره د اړيکې په برخو کې زمينه برابروي."

نوموړي په ډاډ سره خلکو ته وويل، کوم نوښت چې ترسره شوى، د دوو خونو ترمنځ د سيالۍ په موخه نه؛ بلکې د يوه بل کار د بشپړولو رامنځته شوى او حکومت ترې ملاتړ کوي.

د حکومت اجراييه مشر څرګنده کړه: "د خصوصي سکټور په برخه کې کارونه شوي، خو موږ له خپلې کړنې خوښ نه يو او بايد لا ډېره ښه زمينه ورته مساعده کړو، څو خصوصي سکټور وده وکړي."

نوموړي زياته کړه، خصوصي سکټور د افغانستان په سختو شرايطو کې هم له کاره لاس نه دى اخيستى او په بېلابېلو برخو کې يې پانګونه کړې او په دغه برخه کې يې ځينې خطرونه هم زغملي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د عامل خونې مشر عتيق الله نصرت، چې په يادو مراسمو کې خبرې کولې، په افغانستان کې د نړيوالې سوداګرۍ خونۍ څانګې رامنځته کول، د افغانستان د اقتصادي ودې او د خصوصي سکټور او سوداګرۍ خونې ترمنځ د لا ډېرې همکارۍ په برخه کې ستر ګام وباله.

نوموړي وويل، ياده خونه له دې موخو سربېره افغان سوداګرو ته د نړيوالو سوداګريزو مسايلو په اړه هم معلومات ورکوي.

افغانستان کې د نړيوالې سوداګرۍ خونې د عامل مشر مايل اقا خيرخواه وويل، په افغانستان کې له يادې خونې څخه د رامنځته کولو موخه د همکاريو د زمينې رامنځته کول او د دوو خونو (د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه او نړيوالې سوداګرۍ خونې) نښلول دي.

هغه زياته کړه، د نړيوالې سوداګرۍ خونه د خصوصي سکټور، دولت او نړيوالې ټولنې په ملاتړ هڅه کوي، څو افغانستان اقتصادي ودې ته ورسوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړيوالو اړيکو مشر اذرخش حافظي وويل، په افغانستان کې د نړيوالې سوداګرۍ خونه د نورو دولتونو ترمنځ د اړيکې دهلېز دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.