کندهار (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٥): د کندهار په ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې د دوو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني د سلواغې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو مخالفینو تېره شپه درې بجې د ژیړۍ ولسوالۍ په سلیم کارېز سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د سهار تر ۵ بجو یې دوام درلود.
هغه زیاته کړه، په دغه دوه ساعته جګړه کې سیمه ییزو پولیسو سخت مقاومت کړی چې د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.
دی وايي، وژل شوي وسله وال د مخالفینو اړوند د قریشي شبکې غړي وو.
د ده په خبره، په دې جګړه کې سیمه ییزو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
بل خوا د میوند ولسوالۍ د بند تېمور، بیبانک او چشمو په سیمو کې افغان ګډو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال یې د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
درانی وايي، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دى رسېدلى.
هغه دا هم وویل چې امنیتي ځواکونو د همدې ولسوالۍ په کلا ښامیر سیمه کې د وسله والو د وسلو یو پټنځای هم کشف کړى چې ۱۰ د راکټ مرمۍ، ۶ د دوه اویا ملي متره توپ مرمۍ، مخابرې او نور مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کې دوه تنه له وسله والو مخالفینو سره د تړاو په تور نیول شوي چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
وسله والو مخالفینو تر دې مهاله د یادو شوو پیښو په اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن