کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥: ولسمشر غني د مونخ کنفرانس په څنډه کې له بېلا بېلو مشرانو سره د ليدنو پر مهال په ډاګه کړې چې د افغانستان حکومت د سولې او خبرو دروازې پرانېستې دي، خو له هغوترهګرو ډلو سره چې د خلکو په وژنې لاس پورې کوي، مذاکره نه کوي.
له ارګ څخه د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د المان د مونخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د يو شمېر هېوادونو له مشرانو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني او د المان لومړۍ وزيرې انګلا مرکل د کتنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو، د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د سیمې پر مهمو مسايلو بحث او خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې ولسمشر غني په بېلابېلو برخو کې افغانستان سره د المان له همکاریو مننه وکړه او دواړو غاړو د دغو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
ولسمشر غني د اذربایجان له ولسمشر الهام حیدرعليیوف سره پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول امنیتي او اقتصادي همکاریو، د سمنټو په برخه کې په پانګونې، نساجۍ او د بندونو په جوړولو خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهور رئیسانو موافقه وکړه چې افغانستان دې ګمرکي تعرفو کې شامل شي، تر څو د ترانزیټ او د توکو له صادراتو څخه د نورو هېوادونو لکه اذربایجان، کروشیا او ترکیې په څېر له یو شان بیو ګټه واخلي.
دواړو غاړو په بېلابېلو ډګرونو کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په ګډو همکاریو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په لا ټینګېدو ټینګار وکړ.
دغه راز ولسمشر غني، د جورجیا لومړي وزير جورجي کویریک شوېلي سره هم ليدلي، د سوداګرۍ او ترانزیټ په موضوعاتو بحث او خبرې يې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کې، ولسمشر غني ویلي، افغانستان او جورجیا د لاجوردو لارې یوه برخه ده، باید له دغې لارې څخه ګټه اخیستل چټک شي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان رېل پټلۍ به د هېواد له لوېدځ څخه ژر ترکمنستان لوري ته ګټې اخيستو ته چمتو شي، چې د لاجوردو لارې څخه د ښې ګټې اخیستو زمینه برابره کړي.
دغه راز ولسمشر محمداشرف غني د امریکا له دفاع وزیر جیمز مټیس سره وکتل. دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز همدارنګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمهییزو او د علاقې وړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن