ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسا: وسله وال مخالفين نظامي ادارو کې د خپلو نفوذي کسانو ګومارلو هڅه کوي

ويسا: وسله وال مخالفين نظامي ادارو کې د خپلو نفوذي کسانو ګومارلو هڅه کوي

author avatar
18 Feb 2017 - 16:05
ويسا: وسله وال مخالفين نظامي ادارو کې د خپلو نفوذي کسانو ګومارلو هڅه کوي
author avatar
18 Feb 2017 - 16:05

ګردېز (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٥): د پکتيا والي  وايي، د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي چې په نظامي ادارو کې خپل نفوذي کسان وګوماري او له دې لارې خپل شخصي هدفونه تر لاسه کړي.

والي زلمي ويسا د سلواغې په ٣٠مه، په يوه خبري ناسته کې د دې مطلب په څرګندولو سره وويل چې وسله والې ډلې له خپل پخواني تکـتيک سره سم هڅه کوي، له دې لارې ګډوډي او بې نظمي رامنځته او خپلو هدفونو ته ورسيږي.

هغه زياته کړه، يادې ډلې په نظامي ادارو کې خپل نفوذي کسان د قومي او سيمه ييزو مخورو او ځينو چارواکو په مټ ګوماري او له دې لارې د ملي ګټو خلاف چارې تر سره کوي.

ويسا وايي:((وسله وال مخالفين، مخربې او پردي پالې ډلې هڅه کوي چې له دې لارې هغه څه لاسته راوړي چې په نورو لارو يې نه شي کولى.))

خو والي وايي چې دوى دغه ټکي ته ځير دي او له مرکز سره به په ګډه او همکارۍ چا ته د دې کار اجازه ور نه کړي.

نوموړي زياته کړه چې وسله والې ډلې تر ډېره د نظام له داخله خړوبيږي او د هغوی د تقويت او پايښت عمده عوامل هم په داخل کې خپل نفوذي او مخالف پلوه کسان دي.

ويسا ټينګار کوي چې يادې ډلې همدارنګه د قومونو تر منځ په بېلابېلو نومونو د اختلافاتو د پيدا کولو له لارې هم هڅه کوي چې قومونه او خلک په خپلو کې سره واچوي، له اصل موضوعاتو يې غافل او خپل شخصي هدف ترلاسه کړي.

دی وايي:((دا بې شرمه خلک او وسله والې ډلې د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په بېلابېلو نومونو او موضوعاتو د قومونو تر منځ اختلافات پيدا کوي او دوی د خير په غونډۍ ورته کيني، دوی ته په هر حال کې خپلې ګټې مهمې دي.))

والي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې يې د پکـتيا د امنيت د امر په توګه د ابراهيم حقيار له ګومارلو سره مخالفت وکړ او هغه يې رد کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.