د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فارياب کې د واورې ورښت له امله ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

فارياب کې د واورې ورښت له امله ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Feb 19, 2017 - 16:35

ميمنه (پژواک، کب لومړۍ نېټه ٩٥): فاریاب کې سيمه ييز مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو واورو ورېدو له امله ٢٦ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، ٣٠ نور لا درکه او شپږ کسان زيانمن شوي دي.

د فارياب والي سيد انور سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې ورځې واورې ورښت په دغه ولايت کې تېرو څلوېښتو کلونو کې بې مخينې و چې په ميمنې ښار کې ٧٠ سانتي او ولسواليو کې له ٨٠ سانتي تر يو متر پورې ورېدلې ده.

نوموړي وويل چې په دغه ولايت کې د تېرې ورځې واورې ورښت له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون ٢٦ کسان وژل شوي، ٣٠ شپانه لادرکه دي او زرګونه څاروي تلف شوي چې دا شمېرې لومړنۍ دي، ښايي نورې هم لوړې شي.

سادات وويل چې د دې واورو ورېدو له امله يوازې د هستوګنې ٥٠٠ کورونه د فارياب ولايت قرمقول ولسوالۍ کې زيانمن شوي دي، اوسمهال د اوو ولسواليو لارې پرانيستل شوې او د څو نورو ولسواليو نښلوونکې لارې لا هم تړلې پاتې دي.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ميرامان الله ظافر وويل، د لومړنيو معلوماتو له مخې دا کسان د دغه ولايت بلڅراغ، پښتونکوټ، دولت اباد، قرمقول، اندخوى ولسواليو کې مړه شوي دي او ٩ نور ټپيان شوي دي.

د فارياب ولايت ياد چارواکي وويل چې ټولو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې د خلکو ستونزو ته دې لاسرسى وکړي او د وروستيو واورو ورېدو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه راپور ورکړي څو له زيانمنو کورنيو سره مرستې وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement