ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورو شمال لوېديځ زون کې ځاني او مالي زيانونه اړولي

واورو شمال لوېديځ زون کې ځاني او مالي زيانونه اړولي

author avatar
19 Feb 2017 - 16:20
واورو شمال لوېديځ زون کې ځاني او مالي زيانونه اړولي
author avatar
19 Feb 2017 - 16:20

مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۵): دولتي چارواکي وايي چې په شمال لوېديځ زون کې له تېرې ورځې راهيسې د شوې واورې له امله مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

دوی همداراز د ولايتونو له مرکز او د ولسواليو له کليو سره د ۱۳ ولسواليو د لارو بندېدو خبر هم ورکوي.

د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې رييس رحمت الله زاهد د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې د بلخ په مرکز او ولسواليو کې سخته واوره وورېده چې له امله يې د مارمل، چارکند، کشندې او زارع ولسواليو لارې د ولايت له مرکز مزارشريف ښار سره بندې شوې دي.

نوموړي په چمتال، شولګر او دولت اباد ولسواليو کې د څارويو د له منځه تلو خبر هم ورکړ، خو د کره شمېرو په اړه يې معلومات نه لرل.

ده زياته کړه، شوې واورې له تېرو ٢٤ ساعتونو د بلخ په چمتال، نهرشاهي او بلخ ولسواليو کې يو شمېر کورونه زيانمن کړي دي.

له بلې خوا د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې له تېرې ورځې راهسې د واورو له امله څلور کسان مړه شوي او د ورښت کچه په ځينو سيمو کې له يو متر څخه اوښتې ده.

دى زياتوي، د درزاب، قوش تېپې، خماب او قرقين ولسواليو لارې د ولايت له مرکز  شبرغان سره بندې دي.

د هغه په وينا، په همدې تړاو نن بېړنۍ ناسته شوې او هڅه کوي د بندو ولسواليو لارې تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې بېرته خلاصې کړي.

د سرپل ولايت اوسېدونکي بيا د واورو ترڅنګ په روان موسم کې پر لويو لارو د اربکيانو  لخوا د خلکو لوټل کېدو په تړاو هم شکايت کوي.

د دغه ولايت د بلخاب ولسوالى اوسېدونکي، چې مزارشريف ښار ته راغلي وو، پژواک ته وويل، له تېرو شلو ورځو يې د ولسواليو لاره د ولايت له مرکز سره بنده ده او دوی د مزار له لارې تګ راتګ کوي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد علي پژواک ته وويل، د واورو تر څنګ د سيمې اربکيان يې مخې ته راوځي او پيسې ترې اخلي.

نوموړى زياتوي: ((چې واوره نه وي، طالبان مو نه پرېږدي او چې واوره وي، نو بيا اربکيان زموږ پر موټرو ډزې کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.