ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان  پاکستان ته  په هغه هېواد کې د ترهګرو  د٣٢  مرکزونو نوملړ سپارلى

افغانستان پاکستان ته په هغه هېواد کې د ترهګرو د٣٢ مرکزونو نوملړ سپارلى

author avatar
20 Feb 2017 - 16:53
افغانستان  پاکستان ته  په هغه هېواد کې د ترهګرو  د٣٢  مرکزونو نوملړ سپارلى
author avatar
20 Feb 2017 - 16:53

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٥): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت، پاکستاني چارواکو ته د هغو   ترهګريزو ډلو د ٣٢ مرکزونو نوملړ سپارلى چې اوسمهال په پاکستان کې د افغانستان پر ضد فعاليت کوي او تر روزنې لاندې دي.

 د ياد وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د ترهګرۍ د رزونې د يادو مرکزونو نوملړ، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير له لوري د دغه هېواد چارواکو ته سپارل شوى دى.

 خبرپاڼې زياته کړې، په ياد ليک کې افغان حکومت د پاکستان له چارواکو د دغو مرکزونو پر وړاندې د جدي ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

 افغان حکومت، پر دې سربېره پاکستاني لوري ته د وسله والو طالبانو د مشرتابه او د حقاني شبکې په ګډون د نورو ترهګريزو ډلو د ٨٥ مشرانو او لوړپوړو چارواکو د نومونو نوملړ هم سپارلى او له پاکستان يې غوښتي، څو افغان دولت ته د يادو کسانو د سپارلو او د هغوى د نيولو په برخه کې ګام پورته کړي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې نن سهار په دې تړاو د پاکستاني چارواکو له لوري مثبت ځواب ويل شوى او هيله يې څرګنده کړې، چې په دې اړه به ګامونه پورته کړي.

 د خبرپاڼې په وينا، افغان دولت يو ځل بيا هيله لري، څو له پاکستان حکومت سره په ګډه په ځانګړي ډول د لېستونو په اړه د څلور اړخيزې همغږۍ ډلې په چوکاټ او د دواړو لوريو د لېستونو او اندېښنو په تړاو مسوولانه ګامونه پورته او خبرې اترې وشي.

 افغان دولت پر دې سربېره ټينګار کړى چې که  د افغانانو پر وړاندې تاوتريخوالى دوام وکړي، نو افغان حکومت به د نړيوالو جوړښتونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان له لارې د ترهګريزو ډلو او د هغوى د پلويانو او ملاتړ کوونکو پر وړاندې د بنديزونو او ورته نورو لارو چارو په اړه ګام پورته کړي.

له بلې خوا يوې باوري دولتي سرچينې، پژواک ته وويل، افغان حکومت د تورخم کرښې ته خپل توپونه انتقال کړي، چې له ١٥ تر ٣٠ کيلومتري پورې هدف ويشتلى شي.

دى زياتوي: "شپږ کال مو د پاکستان راکټي بريدونه وزغمل، خو له دې وروسته يې نه شو تحمل کولى او له هر ځاى نه چې پر موږ بريد وشي، دغه توپونه به هماغه اهداف په نښه کوي."

سرچينه د دې ترڅنګ چې وايي، د تورخم او سپين بولدک د دروازو خلاصولو لپاره يې هم هڅې روانې دي، زياتوي، که پاکستان دا دروازې خلاصې نه کړي، نو خپل نړيوال فشار ته به پر پاکستان ادامه ورکړي او افغانستان به له هغو نړيوالو حقوقو نه چې په وچه کې ايسار هېواد دى، ګټه واخلي.

سرچينه د پاکستان له خوا افغانستان ته د سپارل شوي ليست په اړه وايي، په دې ليست کې د څلورو پاکستانيو ترويستي ډلو نومونه او يو شمېر نور موارد او اشخاص شامل دي، چې افغان حکومت د دې ډلو په اړه څېړنه پيل کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.