ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم لارې د بيا خلاصېدو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي

د تورخم لارې د بيا خلاصېدو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي

author avatar
20 Feb 2017 - 16:58
د تورخم لارې د بيا خلاصېدو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي
author avatar
20 Feb 2017 - 16:58

جلال اباد (پژواک، ۲ کب ٩٥): په داسې حال کې چې د تورخم د لارې تړل کېدو افغان مسافرو او سوداګرو ته ستونزې پيدا کړې، د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د لارې د خلاصون لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

دغه دروازه په پاکستان کې تر مرګونو ځانمرګو بريدونو وروسته د پاکستاني چارواکي له خوا وتړل شوه چې د ننګرهار چارواکي هيله مندي ښيي چې نن د ورځې په اوږودو کې به دروازه بېرته پرانيستل شي.

د يادې لارې له تړل کېدو سره سم پاکستاني ځواکونو د ننګرهار پر لعلپورې ولسوالۍ توغنديز بريدونه هم پيل کړي چې چارواکي وايي، د متقابل ځواب ورکولو لپاره يې بشپړ چمتووالی نيولی؛ خو د موضوع سوله ييز حل لارو هڅې روانې دي.

په تورخم سرحدي ښارګوټي کې د يو لارۍ موټر چلوونکي جان اغا پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په تورخم کې ولاړ دي او چا ته ها خوا د تګ اجازه نه ورکوي.

دی وايي، که کومه موضوع د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ پېښېږي؛ نو په داسې اعمالو دې عامو خلکو ته زيان نه رسوي.

سبز علي چې له ننګرهاره يې خپل ناروغ د درملنې په موخه پاکستان ته ووړ، په تورخم کې يې څلور ورځې انتظار کړی؛ خو چا اجازه نه ده ورکړې.

دا وايي، هره ورځ په لسګونو کسان خپل ناروغان پاکستان ته د انتقال په خاطر راوړي؛ خو څوک يې مړه بېرته ستنوي او څوک يې په ناروغ حالت کې بېرته ناهيلي خپلو کورونو ته ستنوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تورخم دروازه د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې او ناروغانو ته هم اجازه نه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې او امکان شته چې دروازه د نن ورځې تر پايه پرانيستل شي.

خوږياڼی په ورته وخت کې وايي چې نن پر لعلپورې ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له لوري توغندي هم نه دي توغول شوي او هڅه کېږي چې دغه چاره دايمي بنده شي.

بلخوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم وايي چې په لعلپورې ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو د توغنديزو بريدونو لپاره يې د متقابل ځواب بشپړ چمتووالی نيولی خو هڅه کېږي چې موضوع د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې د پاکستان ملېشه ځواکونه پر لعپلوره تر توغنديزو بريدونو وروسته پلي شوي او چاڼيز عمليات کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.