ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز د بالاحصار په ګډون د پکتیا تاریخي ابدې رغول کېږي

د ګردېز د بالاحصار په ګډون د پکتیا تاریخي ابدې رغول کېږي

author avatar
20 Feb 2017 - 15:25
د ګردېز د بالاحصار په ګډون د پکتیا تاریخي ابدې رغول کېږي
author avatar
20 Feb 2017 - 15:25

ګردېز (پژواک، ٢ کب ٩٥): د ښار جوړونې وزارت مسوولين وايي چې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ به د پکـتيا تاريخي ځايونه او ابدات ورغوي.

پکتيا ته د ياد وزارت راغلي درې کسيز پلاوي مشر ميرويس ياور د کب په ٢مه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د نورو ولايتونو په څېر په دغه ولايت کې هم ګـڼ تاريځي ځايونه او اثار شته چې جدي پاملرنې او رغونې ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، د تخنيکي ټېم او اطلاعاتو او کلتور رياست په همکارۍ يې د بالاحصار په ګډون ځيني مهم ځايونه کتلي او د سروې چارې يې بشپړې شوې دي.

ياور وايي چې د ولسمشر محمداشرف غني د فرمان له مخې چې د هر ولايت او سيمې د تاريخي  ابداتو او اثارو له بشپړې سروې وروسته دې يې امکاناتو ته په کتو د رغونې چارې پيل شي، څو د هغې سيمې تاريخي ارزښت او هويت خوندي پاتې شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ دغه تاريخي ځايونه په درېیو برخو وېشو، يو هغه چې په شديد ناسم حالت کې دي، دويم يې متوسط او درېيمه ډله يې هغه چې اوس لپاره د ډاډ وړ دي. ګردېز بالاحصار چې د هېواد په کچه ډېره تاريخي ودانۍ ده او زيات ارزښت لري، په د ګواښ شديد حالت کې ده، موږ يې ټوله سروې او جزئيات اخيستي، د وزارت له مقام او اړوند ادارو سره له شريکولو وروسته به يې د رغونې چارې پيل شي.))

د ياور په وينا، له ورکړل شوي پلان او موخې سره سم به د مرکز ګردېز په ګډون په هـره ولسوالۍ کې د يو، يو جامع جومات جوړولو لپاره هم ځايونه په نښه کړي چې ځمکه به يې د حج او اوقافو رياست يا د سيمې د خلکو له خوا ورکول کېږي.

ده د تاريخي ځايونو د بودیجې په اړه وايي: ((د يادو ځايونو او ودانيو د رغونې لپاره به بوديجه له بشپړې سروې وروسته مشخصه او منظورېږي. دا چې تاريخي ځايونه ډېر دي، نو په يو وخت يې رغول مشکل دي، خو لومړيتوبونو ته په کتو به کار پرې کېږي.))

د پکـتيا د والي وياند عبدالله حسرت راغلي ټېم ته د مرستې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې انجنيران او نور مسوولين په مرکز او ولسواليو کې په پوره ډاډ او له کومې ستونزې پرته خپلې چارې پر مخ بيولی شی.

حسرت د بالاحصار شاوخوا د اوسېدونکو کورنيو په اړه چې يادې تاريخي ابدې ته ګواښ ګڼل کېږي، وويل: ((دغو کورنيو ته په بل مناسب ځای کې د اوسېدو ځايونه ورکړل شوي او هلته به ولېږدول شي.))

په پکـتيا کې ۵۶ تاريخي ځايونه او ابدات شته چې ډېری يې په ناسم او اندېښمنوونکي حالت کې دي.

د ګردېز بالاحصار د هېواد او سيمې په کچه ډېر تاريخي ځای دی چې د پخوانيو پاچاهانو د اوسېدو، دمې او پوځي مهم ځای او مرکز پاتې شوی چې د تاريخ د پاڼو په اټکل لوی برج يې ۳۰۰۰ او ترې چاپېر دېوال يې ۱۸۰۰ کاله لرغونتوب لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.