د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې پوليسو يوتن وواژه او بل يې ټپي کړ

په کابل ښار کې پوليسو يوتن وواژه او بل يې ټپي کړ

Feb 20, 2017 - 13:04

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٥): په کابل کې پوليسو پر يو موټر ډزې کړي، يو تن يې وژلى او يو يې ټپى کړى او وروسته د مقتول خپلوانو د پوليسو درې موټر سوځولي او دوه پوليس يې ټپيان کړي دي.

دغه پېښه نن سهار څلور نيمې بجې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند په درېيمه کارته سيمه کې رامنځته شوې ده.

د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي، خبريالانو ته وويل چې پوليسو  ياد کرولا ډوله موټر ته د درېدو امر کړى و، خو موټر نه و درېدلى او پوليس اړ شوي وو چې ډزې پرې وکړي.

هغه وويل چې د پوليسو پر ډزو په موټر کې له سپرو دوو تنو څخه يو تن وژل شوى او يو ټپي دى.

د رحيمي په وينا، له پېښې وروسته د وژل شوي او ټپي کس خپلوان د پېښې سيمې ته راغلي، په کاڼو او لرګيو يې دوه پوليس ټپيان کړي او د پوليسو موټرو ته يې اور اچولى دى.

هغه د سوځول شوو موټرو شمېر څرګند نه کړ، خو د سيمې يو تن اوسېدونکى محمدالله وايي چې دى سهار شاوخوا شپږ بجې د سيمې ځاى ته ورغى او ويې ليدل چې د پوليسو درې رېنجر موټر سوځول شوي دي.

د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان وويل چې د پېښې د څېړلو لپاره د وژل شوي او ټپي کس د خپلوانو د استازو په ګډون پلاوى ټاکل شوى او د پېښې جزييات به تر څېړنو وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

رحيمې وايي، هر څوک چې په دې پېښه کې ملامت وي، له قانون سره به سمه سزا ورکړل شي.

د وژل شوي تن د ترور زوى حامد د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل چې د  ترور زوى يې ( حاجي مليار) له يو بل تن سره د څلورمې کارتې سيمې ته سونا حمام ته روان  وچې پوليسو ډزې پرې وکړې او ويې واژه.

دى وايي چې په دې ډزو کې ټپي شوى تن د کرولا موټر چلوونکى و.

هغه ادعا کوي چې پر ياد کرولا موټر د هلمند د پخواني امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ زوى ډزې کړې دي. 

د وژل شوي تن ورور چې خپل نوم يې څرګند نه کړ، ادعا کوي  هغه پوليس چې د ده د ورور پر موټر يې ډزې کړي نشه  وو او په موټر کې يې دوه بوتله شراب هم موندل شوي دي.

د قومونو او قبايلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمديونس هوتک هم د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته ويلي چې ډزې کوونکي پوليس نشه و او په موټر کې يې دوه بوتله شراب موندل شوي دي.

ده هم وويل چې پېښه تر څېړنو لاندې ده او جزييات به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement