کابل (پژواک، ٣ کب ٩٥): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر پر دې د ټينګار ترڅنګ چې ټاکنو کې د شفافيت خونديتوب لپاره دې د رايي ورکولو پخواني کارتونه و نه کارول شي، وويل چې مالي ستونزو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه ځنډولې ده.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالعزيز اريايي، نن د دې کمېسيون "مشورتي او همغږي" غونډې په څنډه کې کابل کې د رسنيو مسوولينو ته وويل، چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره بايد زيات کارونه ترسره شي، خو دا کمېسيون تراوسه هېڅ ولايت کې دفتر نه لري.
نوموړي زياته کړه: "موږ د ټاکنو ترسره کولو لپاره ډېر کارونه په وړاندې لرو، د هېواد هېڅ ولايت کې دفتر نه لرو او د تشکيل له مخې د دې ادارې ٦٤ سلنه بستونه خالي دي."
اريايي د دې کمېسيون سترو پلانونو پلي کېدل د نړيوالې ټولنې له مرستو سره تړلي وبلل او زياته يې کړه: "زموږ ستر پلانونه دا دي چې ولايتونو کې دفترونه پرانېزو او اړينو وسايلو ته اړتيا لرو او تمه کېږي، کومه پروژه چې د نړيوالې ټولنې له لوري د ټاکنو په اړه په لار اچول کېږي، داسې پروژه نه ده چې اړتياوې پوره کړي، تراوسه دا پروژه پيل شوې نه ده."
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر د ټاکنو نېټې د اعلان ځنډېدو لامل مالي ستونزې په ګوته کړې او ويې ويل، د ټاکنو ترسره کولو لپاره د چمتووالي لومړي پلانونه له ملي بوديجې څخه تر لاس لاندې نيول شوي دي؛ خو د سترو پلانونو پلي کولو لپاره د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا ده.
هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې افغانستان له اوسني کړکېچ څخه د ژغورنې لپاره رڼو او درغليو پاکو ټاکنوته اړتيا لري، زياته کړه: "موږ رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن يو او د ټاکنو تمثيل لپاره د رسنيو په ګډون د ټولو پرګنو نقش څرګند دى، غواړو چې د ټولو پرګنو له نقش څخه مثبته استفاده وشي او هڅه دې وشي چې ټول په مسوولانه ډول عمل وکړي."
د هغه په خبره، ټاکنيزو کمېسيونونو کې د زياتو اصلاحاتو او روڼتيا خونديتوب لپاره نړيوالې ټولنې سره اړينې همغږۍ ترسره شوي دي او هڅه کوي چې د پروسيجرونو، کړنلارو او تقنيني اسنادو په رامنځ ته کولو کې د نړيوالې ټولنې نظريات له ځان سره ولري.
نوموړي د رايې ورکولو پخوانيو کارتونو په اړه وويل: "ټاکنو کې د شفافيت خونديتوب لپاره بايد له مخکينيو کارتونو څخه استفاده و نه شي، دا کارتونه په زياته کچه موجود دي چې کارول يې درغليو ته لار هواروي، نو ځکه بايد دا کارتونه باطل شي او پرځاى يې بل بديل وړاندې شي."
نوموړي زياته کړه، د پخوانيو کارتونو په پرتله د تابعيت تذکرې غوره وبللې او زياته يې کړه، د زيات شفافيت لپاره بايد د رايه ورکوونکو نوملړ چمتو شي، څو رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.
اريايي، د دې مطلب په څرګندولو سره چې د تقنيني او اداري اسنادو اصلاح، کړنلارو، لوايحو، لارښوونو او ادارې اړوند نور اسنادو اصلاح تر لاس لاندې نيولي دي، وويل: "موږ هڅه کوو چې الکترونيک سيستم ولرو، څو کمېسيونونو ته لاسرسى، تر فشار لاندې نيول او د لاسوهنې امکانات کم شي او کار ډېر ژر تر سره شي."
نوموړي، رڼو او له درغليو څخه د پاکو ټاکنو جوړولو په برخه کې، د رسنيو نقش مهم وباله او له رسنيو څخه يې غوښتنه وکړه چې د ننګونو له منځه وړلو، پر ټاکنو د هېوادوالو باور زياتېدا او ټاکنو کې د ګډون په موخه دې خلک وهڅوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن