ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بُشرا، د يوه ناوړه فرهنګ ريښه له منځه يوړه

بُشرا، د يوه ناوړه فرهنګ ريښه له منځه يوړه

author avatar
21 Feb 2017 - 12:02
بُشرا، د يوه ناوړه فرهنګ ريښه له منځه يوړه
author avatar
21 Feb 2017 - 12:02

 کابل (پژواک، ٢ کب ٩٥): يوې افغان مېرمنې د بېلابېلو ټولنيزو فشارونو سربېره، په ټولنه کې د دوديز او د ناوړه فرهنګ پر وړاندې په درېدو سره د عدالت غوښتنې غږ پورته کړى چې د هغې دا کار د مظلوم د ژغورنې او ظالم د رانسکورېدو لامل شوى دى.

 بُشرا (مستعار نوم) شاوخوا ٣٢ کاله وړاندې د بلخ ولايت په مزارشريف ښار کې زېږېدلې، هغه چې له يوه خصوصي پوهنتون څخه د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د ليسانس سند لري، اوسمهال د يوې کورنۍ موسسې له لارې افغانانو ته حقوقي مرستې برابروي.

 نوموړې له هغو افغان مېرمنو شمېرل کېږي چې د ظلم او ستم پر وړاندې يې چوپتيا غوره کړه، خو د هغه څه پر وړاندې چې د ماشومانو ټولنې د جنسي  ځورونې لامل ګرځي؛ خپل غږ پورته کړ او دغه ظالمانه چلند يې هيڅکله هم ونه زغملى شو.

 يادې ځوانې مېرمنې، پردې سربېره چې شاوخوا څلورکاله يې پر ځان او د يوه ماشوم په اړه د ظلم پر وړاندې مبارزه وکړه ، بېلابېل ټولنيز فشارونه يې پر ځان وزغمل او تر دې پورې چې شايد دغه کار د هغې د ژوند د له منځه تلو لامل شوى واى، له دې کار لاس وانخيست، تل يې د خپل زړه اواز ته غوږ ونيو، خو خپل دا اواز يې چوپ نه کړ چې په پايله کې يې په خپل ياد کار کې بريالۍ راووته.

 بُشرا وويل: “هغه مهال ما له ځانه سره دوه لارې درلودې، يوه دا چې بايد ځان وژنه وکړم او بله دا چې د بې عدالتۍ پر وړاندې خپل غږ پورته کړم، ما نو دويمه لاره غوره کړه.”

 نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې په ښوونځي کې د  زده کړې  له پاى ته رسولو وروسته د نورو افغان نجونو په څېر هيلې او د تحصيل لپاره پروګرامونه درلودل، خو د کورنۍ له لوري ورته له وخته وړاندې د واده وړانديز د هغې ژوند ته بدلون ورکړ.

د هغې په وينا، د مېړه يې تر ډېره بچه بازۍ سره جوړه وه چې نوموړې ته له ياد وضعيته ژغورنه ناممکنه وه.

 د هېواد په تاريخ کې ځينو ناوړه رواجونو خپل سيورى داسې غوړولى چې له امله يې ټولنې ته د نه ليکل شوو قوانينو پر بنسټ لارښوونه کېږي چې ځينې دا رواجونه يې له ديني او اخلاقي ارزښتونو سره هم په ټکر کې دي، خو په کومه ټولنه کې چې د “جنسيتي انډول” کلمې يادولو پرځاى په عمل کې څه تر سترګو نه شي، يو څوک چې په دغه برخه کې د ګام پورته کولو جرئت وکړي نو له ټولنيزو بنديزونو سره مخ کېږي.

 د ٢٠١٦ زېږديز کال د انسان د اجباري قاچاق راپور پر بنسټ، افغانستان کې ډېر قربانيان ښځې او ماشومان دي چې له بېلابېل ډول ظلم او ستم سره مخ کېږي.

 ماشومان او تنکي ځوانان هغه کسان دي چې اجباري جنسي قاچاق په ځانګړې توګه بچه بازۍ ته کشول کېږي چې بيا ترې ځينې کسان په ټولنيزو محفلونو او جنسي برخو کې  ګټه پورته کوي.

د کوژدې پړاونه

 د بُشرا په وينا، کله چې د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې وه، يوه کورنۍ يې د کوژدې کولو لپاره راغله او هغه مهال يې خپل واک کورنۍ ته ورکړى و او په پايله کې له يوه داسې سړي سره چې بېسواده ، نه يې پېژانده او د مزارشريف اوسېدونکى و، کوژده وکړه، خو د کوژدې پر مهال يې مېړه دروغجن راووت او له نوموړې يې غوښتي و چې نوره بايد ښوونځي ته لاړه نه شي؛ ځکه په ښوونځيو کې د نجونو له درس ويلو سره مخالف دى.

 ورته مهال يادې مېرمنې د کوژدې پر مهال داسې معلومات هم ترلاسه کړي و، چې کوژدن يې له ماشومانو سره ناوړه اعمال کوي  چې هغه مهال يې څو ځلې د اړيکې د پرېکون غوښتنه کړې وه، خو کورنۍ يې بيا په ټولنه کې د ناوړه رواجونو له امله چې ګني د کورنۍ عزت به يې له خاورو سره خاورې شي، د هغې پر خبرو غوږ نه و ګرولى.

 يادې مېرمنې په ژړغوني اواز سره وويل: ” هغه درناوى مې چې پلار ته درلود ، ومې نه شواى کولى چې د هغه د پرېکړې پر وړاندې ودرېږم او دغه کار ته مې غاړه کېښوده.”

د واده چمتووالى

 بُشرا وويل، له دې ټولو جنجالونو سربېره د واده وخت راورسېد او دغه مراسم هم په نه زړه پيل شول چې د واده په شپه هم د خپل مېړه له سختو، ناوړه او عقده يي خبرو او چلند سره مخ شوه.

 هغې زياته کړه: “هغه شپه مې مېړه برچه راته مخ ته کېښوده او راته يې وويل  چې يوه اوونۍ وړاندې دې څنګه چلند کاوه، اوس نو د ويلو لپاره څه لرې؟!…ما ورته کړه، نه هيڅ هم نه لرم، ځکه يوه اوونۍ وړاندې زه د يو چا لور وم او اوس ستاسو مېرمن. اوس که څه وايم نو خپل شخصيت او کورنۍ ته مې زيان اوړي نو له دې امله هيڅ غږ پورته کول نه غواړم، اوس مې واده کړى او هيڅ هم بدلون نه کوي.”

 بُشرا د خپلو خبرو په پاى ته رسولو سره د ويلو لپاره نور څه نه درلودل چې هغه شپه نور څه رامنځته شول، خو يو سوړ اسوېلى يې ووېست او ويې ويل: “هغه شپه يې را سره سخت وحشيانه چلند وکړ.”

د يوې ترخې کيسې پيل

بشرا زياته کړه، د واده په اتمه ورځ يې مېړه د کور د ترتيب او تنظيم لپاره د خپل دوکان دوه شاګردان چې عمرونه يې له ١٣ تر ١٤ کلونو پورې و، راوستل.

 خو نوموړې څرګنده کړه، بله ورځ چې د ډوډۍ د وروړلو په حال کې وه نو مېړه يې له هغه ماشوم سره په يوه ځاى لوڅ پروت و.

 بُشرا په داسې حالت کې چې هغه وخت يې يوځل بيا سترګو ته ودرېد، وويل: “د خپلې خوب کوټې د تخت په کونج کې ناسته وم او ځان مې له دې وحشته لړزېده، چې مېړه مې کوټې ته راغى او ويې ويل، کار دې درلود؟، ما ورته ويل، نه کار مې نه درلود، يوازې مې ډوډۍ دروړه، خو له داسې حالت سره مخ شوم چې هيڅ تصور مې نه کاوه.”

 د هغې په وينا، مېړه يې ورته وويل: “ډېرې خبرې مه کوه!ګني داسې څپېړه به دې ووهم چې په خپله به هم ووايې افرين، خو ما ورته وويل، په دا ډول ناوړه عمل سره څنګه زما لوري ته ګورې او په څه ګناه مې وهې.”

 

بُشرا زياته کړه، مېړه يې د خبرو په دوام کې ورته وويل: “له ما څه غواړې او څه کوې؟ ځکه زه به هيڅکله هم له دې هلک څخه تېر نه شم او ستا په شان سل نجلۍ هم د ياد هلک د سر له يوه تار سره هم نه برابروم.”

 

د اړيکو پيکه کېدل

بُشرا وويل: “د دې حالت په ليدو سره حيرانه وم چې څه وکړم، له هغه وروسته مو اړيکې بيخي سره سړې او وشلېدې.”

هغې وويل، ياده موضوع يې په غيرمستقيمه توګه خپلې کورنۍ ته ورسوله، خو کورنۍ يې د هغې دغو خبرو ته پام ونه کړ او له هغې يې  وغوښتل، څو خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

 هغې زياته کړه:”مور مې هم باور نه کاوه چې ګني زوم دې داسې ناوړه کار کړى وي او تر دې چې يوه ورځ له دې امله پر  هغې د اعصابو حمله راغلې وه، چې زه ولې له خپل مېړه سره ښه چلند نه کوم، هغه مهال مو له واده يو نيم کال تېرېده، پرېکړه مې وکړه چې د مور د خوشحالۍ لپاره هرڅه يوه لوري ته کړم او له مېړه سره عاطفي او ښې اړيکې غوره کړم.”

 هغې د خپلو خبرو په دوام وويل: “د اختر شپه وه، د خپل مېړه له ټولو ګناهونو تېره شوم او پرېکړه مې وکړه چې له دې وروسته به له هغه سره د مينې ډک ژوند غوره کوم او بچيان ولرم، هغه شپه مې يو پاک احساس درلود او داسې فکر مې کاوه چې دغه سړى مې له دې وروسته ټولنه دنيا ده او د نړۍ بهترين کس دى.”

 بُشرا په داسې حال کې چې د خپل مېړه د مينې انتظار  يې وېسته، خو برعکس يوځل بيا يې داسې صحنه وليده چې مېړه يې بيا له هغه کس سره پروت دى.

 د هغې په وينا، هغه داسې يوه شپه وه چې خداى (ج) نه غوښتل چې نوموړې دې له خپل مېړه سره بيا ژوند پيل کړي.

 په داسې حال کې چې د بُشرا لپاره دغه خبر ډېره سخته تمامېده، خو له دې امله چې زړه يې خپه شوى و؛ په ډېرې ستونزمنه توګه وويل:  “دې حالت مې اوښکې تويې کړې او ستونى مې خپګان ونيو، ډوډۍ مې هم ونه خوړه، خو مېړه مې په ډېرې راحتۍ سره لاړ او غسل يې وکړ او له ډوډۍ خوړلو وروسته بسترې ته ولاړ.”

 د هغې په وينا، اوس نو کور ته د ياد هلک موضوع بيخي يوه عادي خبره ګرځېدلې وه؛ ځکه هر کار به يې چې زړه غوښته کاوه يې.

 بشرا زياته کړه، مېړه يې په ياده موده کې تر دې حده سپين سترګى شوى و، چې ان د کورنۍ په سفرونو کې به يې هم له ماشومانو سره دغه ناوړه عمل کاوه.

 د هغې په وينا، د مېړه ياد عمل يې يوازې په کم عمره ماشومانو پورې نه محدودېده، بلکې کله ناکله به يې نجونې هم ځورولې.

 

سپارښتنه

 

يادې ځوانې مېرمنې زياته کړه، څو ځلې يې خپل مېړه ته ويلي، کوم اعمال چې ترسره کوي هغه د اسلام سپېڅلي دين او ديني عقايدو خلاف دي او بايد ترې تېر شي، خو د هغه لپاره دا ډول کارونه يو عادت ګرځېدلى و  چې تېښته ترې ناممکنه وه.

 نوموړې زياته کړه، له دې وړاندې چې د طلاق موضوع قومي جرګې ته ورسيږي نو پلار يې د خپلې کورنۍ د ابرو ساتلو لپاره د مېړه له پلار او وروڼو سره دغه موضوع شريکه کړه او دوى ته يې وويل چې خپل زوى او ورور له دې ناوړه اعمالو منع کړي، ځکه هيڅکله هم د دوه کسانو د بېلتون غوښتونکى نه دى.

 بُشرا وويل، د مېړه کورنۍ يې پر دې سربېره چې د خپل زوى په ګناه ښه پوهېدل خو بيا يې هم هغه بېګناه معرفي کاوه او ويل يې  چې ستاسو لور ژوند ته سر نه ټيټوي.

 هغې زياته کړه، له هغه وروسته چې دوه ځوان وروڼه يې په ١٣٨٩ کال کې له يوه سړک څخه د موټر اوښتو په پېښه کې مړه شوي و، د هغوى د خپګان په مراسمو کې يې هم مېړه په يوه څنډه کې يوه کم عمره ماشومه ځوروله.

 هغې وويل: “کله چې هغه ماشومه راته راغله او راته  يې وويل، ترورې مېړه دې زه په تشناب کې په غېږ کې ونيولم او په تنګ يې کړم نو د بدن وېښته مې پورته شول او له هغه د جلا کېدو او يا هم خپل ژوند ته د پاى ټکې  کېښودو پرېکړه مې وکړه.”

 بشرا زياته کړه، د ورځې په پاى کې په داسې حال کې چې د کورنۍ ټول غړي هم موجود و، ياده موضوع مې له هغوى سره شريکه کړه او په دې سبا يې پلار پرېکړه وکړه، څو ياده موضوع په سوله ييز ډول د قومي جرګې له لارې حل کړي.

 قومي جرګه

 بشرا زياته کړه، پلار يې د هغې د جلاتوب موضوع له يوه قاضي سره شريکه کړه، چې له هغه وروسته د دواړو کورنيو غړو، مشرانو، ملا امامانو او د کلي د وکيلانو په ګډون جرګه وکړه او دواړو لوريو دا پرېکړه وکړه چې يادې ستونزې ته د پاى ټکي کېښودو لپاره طلاق مهمه لار ده.

 د هغې په وينا، له طلاق وروسته هم ياد کس ځينو ته ويلي و چې ددې پر مخ به   تېزاب تويې کړي، په چاقو به يې ووهي او يا به يې هم بې عزته کړي.

 بُشرا وويل: “که څه هم ډېره وګواښل شوم، خو هيڅکله هم ونه ډاره شوم او پر وړاندې مې مبارزه وکړه، مقاومت مې وکړ او په خداى مې توکل کړ.”

 نوموړې څرګنده کړه، د هغې دا ګام د هغو کسانو لپاره چې د بچه بازۍ او جنسي تېري قرباني کېږي، ډېره مرسته کوي، ځکه څوک چې بچه بازي کوي، ژوند يې له منځه ځي، د يوه ماشوم ژوند له منځه وړي او د کورنۍ ابرو هم له خاورو سره خاورې کوي.

 د هغې په باور، دا يو ستر درس دى چې هيڅوک هم بايد په غيراسلامي، غيرانساني او غيراخلاقي کړنو لاس پورې نه کړي.

 دغې مېرمنې د خپلو خبرو په دوام کې وويل:”ما په خپل دې کار سره وغوښتل څو هغه ناوړه او حاکم فرهنګ چې هره ورځ قرباني اخلي او لسګونه کسان د نابودۍ کندې ته کشوي، مات کړم؛ که څه هم دا حرکت مې وړوکى و، خو بيا مې هم خپله ټولنه او کورنۍ په دې پوه کړه، چې له لواط کاره او دروغجن کس راته ژوند کول د زغم وړ نه دى او پرېکړه مې وکړه څو د خپل ژوند لورى مشخص کړم، ځکه ما ځان کمزورى احساس نه کړ او د کورنۍ په ملاتړ پر ظلم غالبه شوم او شايد په دې کار سره مې د هغو ماشومانو ژوند هم ژغورلى وي؛ چې د دا ډول کسانو له لوري ځورول کېږي.”

 بُشرا وويل: “نن پر دې سربېره چې ځان ډېر راحت احساسوم او دا چې له داسې يوه کس ژغورل شوې يم؛ وجداناً ارامه يم، ځکه نن مې ژوند بدلون کړى ، په يوه ګټور شخص بدله شوې يم او څوک چې زما ترڅنګ دي؛ پر ما وياړي.”

 نوموړې زياته کړه، په ټولنه کې په کار کولو سره کوښښ کوي، څو له ديني احکامو او اصولو، قران او شريعت په ګټې له هغو کسانو سره مرسته وکړم چې ظلم ورباندې شوى، څو هغوى هم په خپل ژوند کې په برياليو انسانانو بدل شي او خپلو مشخصو موخو ته ورسيږي.

 د هغې په وينا، کله چې هم له ښځو سره ظلم او تاوتريخوالى کېږي؛ په لومړي سر کې بايد ورته حل لاره وموندل شي، کله چې کومې پايلې ته نه رسيږي نو حقوقي بنسټونو ته مراجعې کولو سره بايد خپله ستونزه حل کړي.

 بُشرا د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې تر ډېره هغه مېرمنې، څو له ظلم خلاصې شي نو ځان وژنې ته مخه کوي، ايا د هغې په ذهن کې هم کومه داسې کار رامنځته شوى؟ زياته کړه: “عاقل انسان هيڅکله هم ځان نه وژني، ځکه له هرې ستونزې د وتلو لپاره يوه حل لاره شته او زما د ژغورنې حل لاره هم له ظالم څخه جلا کېدل و…که چېرې مې ځان وژنه کړې واى له دنيا به حرامه تللې وم، نه مې دنيا په خپل لاس کې اخيستى شوه او نه هم اخرت، ما داسې يو کار وکړ، څو خلکو ته ثابته  کړم چې له يوه لواط کار انسان سره ژوند نه کوم، ځکه که چېرې څوک پوهېږي، پوه دې شي؛ ګني خداى خو پوهېږي.”

 د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون څرګندونې: د مېرمن بشرا ژوند بايد په يوې رسالې کې وليکل شي.

 د بشرحقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو برخې کمېشنرې ثريا صبحرنګ وويل، بچه بازي پر دې سربېره چې يوه منفوره پديده ده، حساسيت پارونکې هم ده او په دغه برخه کې خصوصي شکايت کوونکې نشته، د بچه بازۍ ډېرى اعمال پټيږي او هيڅوک هم نه غواړي چې په دې اړه شکايت وکړي، خو د ياد کمېسيون راپورونه ښيي چې دغه پديده په ټول افغانستان کې له کومې استثنا پرته شتون لري.

 خو دې وويل، د موضوع د حساسيت والي له امله نه شي کولى چې دغه موضوع له رسنيو سره شريکه کړي.

 هغې زياته کړه، د امنيت نشتون، د قانون کمزورى حاکميت، له مجازاتو د معافيت او پراخه اداري فساد موجوديت؛ د يادې پديدې د پراختيا لپاره زمينه برابره کړې ده.

 د نوموړې په وينا، کومې سيمې چې نا امنه دي، هلته بيا پيسې او ټوپک حاکم دى، بچه بازان هم د هغو کسانو له ډلې دي؛ پيسې او واک لري او يو شمېر نور بيا په ټيټه دولتي کچه هم په دغه اړه له خپل دولتي واکه  ګټه اخلي.

 

نوموړې زياته کړه، ٩٩،٩ سلنه هغه کسان چې د بچه بازۍ په پديدې بوخت دي، د دلت تر کنټرول لاندې سيمو کې ژوند نه کوي؛ ځکه پيسې، زور او ټوپک لري او هيڅوک يې هم پر وړاندې شکايت نه شي کولى.

صبحرنګ وويل:”بچه بازي د يو شمېر کسانو لپاره په عادت بدله شوې او کومه څېړنه مې چې ترسره کړه نو دې پايلې ته ورسېدم، ډېرى هغه کسان چې مخکې پرې بچه بازي کېده، نن بيا بچه بازان شوي، ځکه هغه مهال يې غرور او انساني کرامت له منځه تللى او د غلامانو په څېر ژوند يې کړى، نه يې ازادي، نه يې تحصيل او نه هم کار درلود، له همدې امله عقده يي شوي او په يو نه يو ډول له ماشومانو او تنکيو ځوانانو انتقام اخلي.”

 نوموړې د مېرمن بُشرا کيسې له اورېدو وروسته د نارينه حاکميت د تاوتريخوالي قرباني وبلله او زياته يې کړه، په لومړيو کې د يادې مېرمنې واده په جبري توګه له داسې يوه کس سره شوى چې له ټولنيزه اړخه له يوه بل سره ډېر توپير لري.

 د صبحرنګ په وينا، که چېرې د يادې مېرمنې کورنۍ د کوژدې پر مهال؛ د هغو تشو له امله چې د هغې مېړه يې درلودې، ياده اړيکه له منځه وړې واى، ځکه مهر نه و ټاکل شوى، نکاح نه وه شوې؛ چې په ډېرې اسانۍ سره يې دا کار ترسره کولى شو.

 نوموړې، مېرمن بُشرا يوه تکړه او باجرئته مېرمن وبلله ، له خپل مېړه څخه د هغې د جلا کېدو عمل يې وستايه او د خپلو خبرو په دوام کې يې وويل، د يادې مېرمن ژوند بايد په يوې رسالې کې وکښل شي، تصويري شي او فلم پرې جوړ شي، ځکه يوه ډېره کم پيدا سوژه ده، چې د يوې پياوړې افغان مېرمنې دريځ ښيي او نورو ځوانانو ته يو لوى درس ګرځي، چې هغه د ظلم پر وړاندې درېدلې او نن په يوې پياوړې مېرمنې بدله شوې ده.

 

ديني عالمان: د مېرمن بُشرا عمل د ستايلو وړ دى.

 د افغانستان د عالمانو شورا غړي شمس الرحمن فروتن وويل چې بچه بازي يو ناوړه او له بې غيرتۍ ډک عمل دى  چې د اسلام سپېڅلي دين له نظره تر دې حده حرام او غندل شوى، چې يو شمېر عالمانو له زنا بدتره ښودلى دى.

نوموړي زياته کړه: “دغه ناوړه عمل له لوط قوم پاتې دى، چې خداى پاک د لوط قوم د همدې ناوړه او بد عمل له امله تباه او برباد کړ.”

 فروتن د مېرمن بُشرا په اړه وويل، د اسلام له اړخه د يادې مېرمنې ګام ډېر پرځاى او د ستايلو وړ دى، ځکه د مېړه هغه اخلاق چې مېرمنې ته هم د زيان رسولو لامل کېږي؛ نو ښځه ترې د خلع او جلا کېدو غوښتنه کولى شي.

 نوموړي وويل  چې د هغې دغه کار نورو هغو کسانو ته هم يوه بېلګه ده  چې په دا ډول اعمالو لاس پورې کوي.

 

په قوانينو کې د بچه بازۍ منع او مخنيوى

 

 

د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو برخې کمېشنرې صبحرنګ وويل: “هغه ملي څېړنه چې د بچه بازۍ د مخنيوي لپاره مو په ټول افغانستان کې ترسره کړې، دې پايلې ته رسېدلي يو چې دغه پديده تر اوسه په قانون کې د جرم په توګه نه ده پېژندل شوې او له همدې امله د پوليس او څارنوال لاس تړلى دى او قانوني واک نه لري، څو د بچه بازۍ مخنيوى وکړي.”

 خو هغې څرګنده کړه، د اوسنيو قوانينو پر بنسټ، لواط يو جرمي عمل دى او کوم کسان چې دا ډول عمل ترسره کوي، بايد قانوني سزا ورکړل شي.

 صبحرنګ څرګنده کړه چې د بشرحقونو خپلواک کمېسيون شاوخوا اته مياشتې وړاندې له بېلابېلو بنسټونو د جوړې شوې کمېټې پر بنسټ؛ د بچه بازۍ د مخنيوي يوه مسوده ترتيب چې له هغه وروسته يې يوه کاپي عدليې وزارت او بله کاپي يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته وسپارله.

 نوموړې زياته کړه، کله چې ياده مسوده اړونده بنسټونو ته وسپارل شوه، په جزايي کوډ يې خبرې روانې وې او د يادې مسودې ټولې جزايي برخې د جزا په کوډ کې شاملې شوې، چې د ولسمشر له لوري د تقنيني فرمان د نه صادرولو او يا هم ملي شورا ته د قانوني پړاونو د تېرولو په موخه، له سپارلو سره تر اوسه پورې د بچه بازانو پر وړاندې کوم ګام نه دى پورته شوى.

 

 

 

د عدليې وزارت د تقنين مشر عبدالمجيد غني زاده وويل، چې تر اوسه پورې په هېواد کې د بچه بازۍ د مخنيوي په موخه کوم مشخص او نافذ قانون شتون نه لري، خو په دې وروستيو کې د قانوني پړاونو د تېرېدو په موخه؛ د بشر حقونو خپلواک کمېسيون له لوري د بچه بازۍ مخنيوي لپاره يوه قانوني طرحه رالېږل شوې ده.

 نوموړې زياته کړه، د يادې طرحې په رارسېدو سره “له ماشومانو د ملاتړ قانون او د جزا کوډ” تر کار لاندې و او د بچه بازۍ عمل د مخنيوي حکمونه له ماشومه د ملاتړ قانون په مسوده کې ځاى پرځاى شوي، ځکه د عدليې وزارت نه غواړي چې په دې تړاو جلا قانون ولري.

 د عدليې وزارت د تقنين مشر څرګنده کړه چې د هلک ګډول، د هلک ساتل، د بچه بازۍ د محفلونو ترسره کول،د بچه بازۍ په ناستو کې ګډون، او له دوى سره استراحت ځينې هغه موار دي چې له ماشوم څخه د ملاتړ په قانون او جزايي کوډ کې ځاى پر ځاى شوي چې هر يوه ته يې جلا زندان په پام کې نيول شوى دى.

 نوموړي زياته کړه چې له ماشوم څخه د ملاتړ قانون او جزا کوډ په برخه کې د حکومت اراده ډېره مهمه ده، ځکه ياد قانون نهايي شوى او د روان کال د کب مياشتې تر پنځلسمې ڼېټې پورې ولسمشر غني کولى شي چې د يوه تقنيني فرمان په صادرولو سره هغه نافذ کړي، له هغه پرته د دغه قانون مسوده به د ملي شورا له لارې په يوه عادي پروسيجر کې تصويب شي؛ له هغه وروسته به د ولسمشر له لوري توشېح او بيا نافذ شي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.