ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د زابل د والي، ښاروال او د پوهنې رييس د لرې کولو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو د زابل د والي، ښاروال او د پوهنې رييس د لرې کولو غوښتنه وکړه

author avatar
21 Feb 2017 - 19:06
لاريون کوونکو د زابل د والي، ښاروال او د پوهنې رييس د لرې کولو غوښتنه وکړه
author avatar
21 Feb 2017 - 19:06

کلات (پژواک، ٣ کب ٩٥): د زابل د ولايتي شورا څو غړو او لسګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د دې ولايت د والي، ښاروال او د پوهنې د رييس د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

دغو لاريون کوونکو چې شمېر يې کابو ٢٥٠ تنو ته رسېده، نن له غرمې وروسته د دوو ساعتونو لپاره د ولايت مقام مخې ته لاريون وکړ.

يوه لاريون کوونکي سميع الله، پژواک خبري اژانس ته وويل، والي له دوى سره په فساد کي د ښکېلو ريیسانو د لرې کولو ژمنه کړې وه، خو پر خپله ژمنه يې عمل نه دى کړى، بلکې د هغوى ملاتړ کوي.

ده زياته کړه، که مرکز (کابل) دغه کسان له دندو لرې نه کړي، نو د کابل - کندهار لویه لاره به وتړي.

د لاريون ګډونوال او د ولايتي شورا مشر عطاجان حق بيان، پژواک خبري اژانس ته وويل، د خپلو موکليو تر شا ولاړ دى او مرکز بايد د والي په اړه په بيړه اقدام وکړي.

خو د زابل والي سره له دې چې لاريون د خلکو مدني حق بولي، خو د يادو شويو لاريون کوونکو ادعاوې بې ځايه بولي او وايي چې هڅه کوي په ولايتي اداره کې فساد له منځه يوسي او شفافيت راولي.

د ده په وينا، که څوک په کوم مسوول د فساد ثبوت لري، دوى ته دې وسپاري، ترڅو يې له قانوني لارو تعقيب کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.