د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دوستم ٧ ساتونکي څارنوالۍ ته حاضر شول

د دوستم ٧ ساتونکي څارنوالۍ ته حاضر شول

Feb 22, 2017 - 19:15

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم اووه ساتونکي د څېړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته حاضر شوي دي.

دغه مطلب د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په ټوېټر پاڼه کې ليکلى دى.

د جوزجان پخوانى والى احمد ايشچي، چې له دوستم سره سياسي مخالفت لري، څه موده مخکې ادعا وکړه چې د دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا جنسي ځورونه ورکړل شوې ده.

لويې څارنوالۍ په دې تړاو د دوستم د نهو ساتونکو د احضار کولو امر وکړ، چې ويل کېږي  له يادو کسانو دوه مخکې څارنوالۍ ته حاضر شوي وو.  

داسې راپورونه هم و چې دوستم د خپلو ساتونکو د نيولو مخه نيسي.

تېره ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزراتونو ځواکونه چې په درنو وسلو سنبال و، د دوستم د کور په شاوخوا کې ځاى پر ځاى شوي وو.

خو دوستم ويلي چې د ده کور نه دى کلابند شوى او په دې اړه رسنيو ناسم راپورونه خپاره کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan