واشنګټن (پژواک، ٥ کب ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال نيکولسن وايي چې په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځايونه د افغانستان د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کوي.
جنرال جان نيکولسن دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه يوه کنفرانس ته کړې دي.
هغه زياته کړې، د سولې او پخلاينې لپاره يې هڅې روانې دي خو ستونزه دا ده چې ترهګر او نور وسله وال په پاکستان کې خوندي ځالې او مرکزونه لري.
دى وايي: ((کله هم چې د سولې په اړه کوم پرمختګ وشي؛ نو دوى بېرته له پولې واوړي او بريدونه پيل کړي.))
جنرال نيکولسن ويلي، د همدې لپاره ترهګر چې په بهر کې خوندي ځالې لري، په ډېر ندرت سره له ماتې سره مخ کېږي.
د ناټو قوماندان زياتوي: ((څو پورې چې ترهګر په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري، نو هغوى ته ماتې ورکول ستونزمن کار دى.))
خو هغه په ډاګه کړه چې تر راتلونکي کاله پورې به په افغانستان کې داعش وسله والې ډلې ته ماتې ورکړي.
جنرال نيکولسن د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې پنځه ترهګرو ډلو (القاعده، طالبان، لشکر طيبه، حقاني ډله او د هند په نيمه وچه کې د القاعدې ډله) ګډ ايتلاف جوړ کړى او له يو بل سره همکاري کوي.
هغه زياته کړې: ((القاعده له طالبانو سره تړاو لري، خو طالبان تر اوسه ترهګره ډله نه ده اعلان کړې، خو له ترهګرو سره اړيکې لري.))
د ناټو قوماندان دغه راز وويل چې داعش، د ازبکستان اسلامي تحريک او تحريک طالبان پاکستان هم سره ايتلاف کړى او سره همکارۍ لري چې د ناټو لپاره د اندېښنې وړ ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن