ميمنه (پژواک، ٥ کب ٩٥): د فارياب والي وايي چې په روانې اونۍ کې د واورو ډېر ورښت له امله د ټپيانو او مړو شمېر ٢٥٠ کسانو ته رسېدلى دى.
د فارياب والي سيد انور سادات وويل چې د واورو د ډېر ورښت له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون ١١١ کسان مړه او ١٣٦ کسان ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه راز ٤٨ زره څاروي هم ورک او له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه، د يادو ورښتونو له امله دغه راز د قرمقل ولسوالۍ ودانۍ، دوه روغتيايي مرکزونه او ٢٠٠ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او پر دې سربېره يې ٤٨٠٠ نورو کورونو ته هم زيان اړولى دى.
نوموړي وويل، يادې شمېرې د امنيتي ځواکونو او روغتيايي بنسټونو له لوري له قربانيانو سره د همکارۍ په ترڅ راټولې شوې دي.
د فارياب والي له دولته وغوښتل چې د پېښو له قربانيانو سره ژر تر ژره د خوراکي توکو، البسې او نغدې پيسو مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن