ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيصل: د تورخم لارې د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي

فيصل: د تورخم لارې د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي

author avatar
23 Feb 2017 - 19:15
فيصل: د تورخم لارې د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي
author avatar
23 Feb 2017 - 19:15

کابل (پژواک ٥ کب ٩٥): د حکومت اجرائيه رياست وايي، افغانستان اوسمهال له مرکزي اسيا سره تړل شوى او د تورخم لارې ته تر ډېره اړتيا نه ليدل کېږي، خو بيا هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانو ناندريو پاى ته رسولو او تورخم دروازې د خلاصولو په موخه خبرې اترې روانې دي.

د حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل، نن په کابل کې په خبري ناسته کې، له ترهګرۍ څخه د افغانستان د ملاتړ په اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه وبلله.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې پاکستان اوس هم د ترهګرۍ له لارې په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې د موخو پر ترلاسه کولو باوري دى، وويل: "ټول په دې پوهېږي چې افغانستان د ترهګرۍ اصلي قرباني او پاکستان يې بيا اصلي ملاتړى دى، چې نړيواله ټولنه هم په دې موضوع ښه پوهېږي."

نوموړي زياته کړه، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دواړو هېوادونو ګډ مسووليت دى، نو له دې امله له پاکستان غواړي، څو له ترهګرۍ سره د همکارۍ پرځاى د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او د سيمې او نړۍ ترهګر له منځه يوسي.

فيصل پر افغانستان د پاکستان د وروستيو راکټي بريدونو په اړه وويل: "د پاکستان له لوري د راکټونو توغول کومه نوې خبر نه ده، موږ له کلونو راهيسې د افغانستان پر ځينو ولايتونو د پاکستان د راکټي بريدونو شاهدان يو، خو افغانستان بيا تل هڅه کړې چې دا ډول موضوعات له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي."

د نوموړي په وينا، افغان حکومت د يادې موضوع د حل لپاره پر دې سربېره، چې په افغانستان کې د پاکستان سفير له لارې د ياد هېواد له چارواکو سره خبرې پيل کړي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت هم د پاکستان سفير احضار کړى او خپلې اندېښنې يې ورسره شريکه کړي، چې دغه راز له ناټو سره هم د يادې موضوع په تړاو خبرې شوې دي.

د هغه په وينا، افغانستان هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناندريو ته يوه بنسټيزه حل لاره رامنځته کړي، څو له مخې يې په راتلونکي کې د راکټي بريدونو مخنيوى وشي.

نوموړي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ، چې اوس افغانستان له مرکزي اسيا سره تړل شوى او تورخم لارې ته اړتيا نه تر سترګو کېږي، وويل چې پر دې سربېره بيا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناندريو درولو او تورخم لارې د خلاصون لپاره خبرې پيل شوې؛ چې کېداى شي د تورخم لار نن يا سبا خلاصه شي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند زياته کړه: "موږ اوس په تورخم پورې نه يو تړلي، خو بيا هم هڅه کوو، چې تر ډېره پر ځان بسيا شو."

بلخوا نوموړي سولې ته د رسېدو په اړه وويل: "افغانستان هغه مهال سولې ته رسېدلى شي، چې له طالبانو سره د دولتونو ملاتړ نه وي او په خپله طالبان د جګړې پرځاى په سولې باوري شي؛ که چېرې طالبان سوله غواړي، نو بايد جګړى ته د پاى ټکى کېږدي."

نوموړي د ټاکنو ترسره کېدو په اړه وويل، حکومت په راتلونکي کال کې ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دى او حکومت په دې تړاو په امنيتي او مالي برخو کې چمتووالى نيسي.

فيصل دغه راز د برېښنايي تذکرو د وېش د جنجالي موضوع په اړه هم وويل، په راتلونکو څو ورځو کې به د برېښنايي تذکرو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.