ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخاب ولسوالۍ د وارې له ١٦ ورځنۍ کلابندۍ خلاصه شوه

بلخاب ولسوالۍ د وارې له ١٦ ورځنۍ کلابندۍ خلاصه شوه

author avatar
25 Feb 2017 - 19:40
بلخاب ولسوالۍ د وارې له ١٦ ورځنۍ کلابندۍ خلاصه شوه
author avatar
25 Feb 2017 - 19:40

سرپل (پژواک ٧ کب ٩٥): د سرپل د فوايد عامې رياست چارواکي وايي، د يوې نښلوونکې لارې په خلاصولو سره يې د بلخاب ولسوالۍ د هغو ټولو اوسېدونکو ژوند ژغورلى، چې له ١٦ ورځو راهيسې د واورې د ورښت له امله کلابند شوي وو.

د سرپل د فوايد عامې رئيس زلمي رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، د "ګل ورز" لار چې بلخاب د سمنګانو ولايت له دره صوف ولسوالۍ سره نښلوي، نن سهار د موټرو پر مخ پرانيستل شوې ده.

مسافرين د سرپل مرکز ته د سفر پر مهال لومړى بايد له دره صوف څخه مزارشريف او له هغه وروسته د جوزجان ولايت شبرغانو ښار ته ولاړ شي، چې د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دا کار ٢٤ ساعته وخت نيسي.

رحيمي وويل، ياده لار په تېرو ١٦ ورځو کې د واورې ډېر ورښت له امله بنده شوې وه او خلک يې له نورو سيمو سره له اړيکو محروم وو.

د سرپل د فوايد عامې مشر زياته کړه: "اوس هم د قوم کوتل لاره چې له ولايت سره د يادې ولسوالۍ عمده نښلوونکې لاره ده، د واورې ډېر ورښت له امله چې په ځينو برخو کې يې لوړوالى تر پنځو مترونو پورې رسيږي، تړلې ده."

زلمي رحيمي وويل، ټاکل شوې د هوا په برابرېدو سره د يادې لارې د پرانيستل کېدو کار هم پيل شي.

د سرپل د ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني وويل، د ګل ورز لار د سيمې د شورا او فوايد عامې رياست د قرارداد په پايله کې پرانيستل شوې، خو بيا هم د سيمې موټرونه په کې په ډېرې سختۍ تګ راتګ کوي.

خو د بلخاب ولسوال عبدالله انصاري پژواک ته وويل، چې وضعيت لا هم د اندېښنې وړ دى.

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې ټول اړين درمل خلاص شوي او ان په بازار کې هم نه موندل کېږي.

انصاري زياته کړه، د مسافر وړونکو اته فلاينکوچ موټر، نن سهار د ولسوالۍ له مرکز د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ پر لوري خوځېدلي، خو تر اوسه پورې په دې تړاو کوم راپور نه دى رارسېدلى، چې ګني دوى خپلې موخې ته رسېدلې که نه؟ او دغه راز له سمنګانو هم کوم موټر نه دى رارسېدلى.

د بلخاب ولسوالۍ، د سرپل ښار شمالي لوري ته په ١٤٥ کيلومټرۍ کې پرته ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.