کندوز(پژواک، ٨ کب ٩٥): د کندوز ولايت ځايي اوسېدونکي وايي چې ددې ولايت لپاره د طالبانو نومول شوي والي ملاعبدالسلام د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي ملا عبدالسلام نن له غرمې وروسته شاوخوا ٣:٢٠ بجې له خپلو درېيو ملګرو سره د دشت ارچي ولسوالۍ په امر ملوق کلي کې ووژل شو.
هغه زياته کړه:((د ملا عبدالسلام وژنه به د طالبانو پر روحيه منفي اغېزه وکړه او د کندوز امنيتي وضعيت کې به مثبت بدلون راولي.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کندوز د دشت ارچي ولسوال پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې د کندوز ولايت لپاره د طالبانو نومول شوى والي ملا عبدالسلام د ماين په چاودنه کې ټپي شوى چې د روسانو په مرسته تاجکستان ته لېږدول شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ملا عبدالسلام د وژنې پخلى او رد ونه کړ.
ملا عبدالسلام، په کندوز ولايت کې د طالبانو له پياوړو قوماندانانو څخه شمېرل کېده چې په کندوز کې يې له څه وخت راهيسې د کندوز د جګړې مشري کوله، خو دا درېيم ځل دى چې په دې ولايت کې ځايي او امنيتي چارواکي د ملا عبدالسلام د وژنې خبر ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن