ګردېز(پژواک،٨کب٩٥): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د نا معلوم دليل له مخې د دوو کلونو په تېرېدو سره د ګـردېز- ډنډپټـان سړک د جوړېدو چارې نه دي پيل شوي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې د ګـردېز ــ ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي شاوخوا ۸۳ کيلومتره سړک د جوړېدو پرانېسته وشوه.
فوايدعامې وزارت د دې سړک جوړېدو ته ۱۹۹ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي، خو د ټاکلې مودې په پوره کېدو تر اوسه يې د جوړېدو چارې نه دي پيل شوي.
د پکـتيا د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې اړوند ساختماني شرکت د يادې لويې لارې د بوديجې کابو ۶۰٪ پيسې اخيستې، خو کار يې نه دی پرې کړی.
د ياد سړک د چارو پرانېسته د فوايدعامې وزارت مرستيال او د پکـتيا د هغه مهال والي جمعه خان همدرد او نورو چارواکو کړې وه.
هغه مهال همدرد ويلي و:((انشاالله دا سړک به په دوو کلونو کې د ۱۹۹ ميليونه افغانيو په لګښت په اساسي توګه ترميميږي، دا سړک بايد مخکې جوړ شوی وای خو د بوديجې نشتوالي يې کار ځنډولی و.))
اوسمهال د دوو کلونو په تېرېدو بايد د دې سړک چارې بشپړې شوې واى او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی وای، خو د يوې برخې پيسو په اېستلو هماغسې پاتې دی.
د پکتيا ولايتي شورا رييس ډاکټر الله مير بهرامزي د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی څو ځله د فوايد عامې رياست ته شکايتونه کړي، خو وايي د نامعلوم دليل له مخې يې د جوړېدو چارې ولاړې دي.
بهرامزي وویل:((د دې سړک په اوږدو کې نهه ولسوالۍ پرتې دي او د سړک ناسم حالت خلک له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي؛ د سړک د جوړېدو تقريبا ۶۰٪ پيسې اخيستل شوې، خو يوازې درې سوه متره دېوال په کې په ډېر ټيټ کيفيت جوړ شوی دی.))
د ولايتي شورا غړی ايوب غروال هم ورته خبره کوي او وايي چې تر اوسه د دې مهمې لويې لارې ترميم ته د بوديجې له شتون سره هم کوم پام نه دی شوی او حالت يې مخ په خرابېدو دی.
غروال وايي:((بيا، بيا له رسنيو هم شکايتونه شوي، خو پام نه دی ورته شوی؛ د سړک حالت له مخکې نور هم خراب شوی او لا پسې خرابیږي.))
د دې سيمې اوسېدونکي او موټر چلوونکي هم د سړک له ناسم حالته تر پوزې راغلي، د مسوولينو او اړوند شرکت له نه پاملرنې شکايت کوي او د جوړېدو غوښتونکي يې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن