ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د تلسميا ناروغانو ته د وينې ټولولو کمپاين پيل شو

ننګرهار کې د تلسميا ناروغانو ته د وينې ټولولو کمپاين پيل شو

author avatar
26 Feb 2017 - 18:29
ننګرهار کې د تلسميا ناروغانو ته د وينې ټولولو کمپاين پيل شو
author avatar
26 Feb 2017 - 18:29

جلال اباد (پژواک، ۸ کب ٩٥): په ننګرهار کې يوې خيريه ټولنې د راتلونکي کال لپاره د تلسيميا ناروغانو ته د وړيا وينې ورکړې په موخه د رضاکارانو د نوم ثبتونې لړۍ پيل کړې ده.

دوی وايي، هڅه کوي چې شاوخوا ۳۰۰۰ رضا کاران ځان سره راجسټر کړي، چې راتلونکی کال به په وړيا او رضاکارانه توګه د تلسيمیا ناروغانو ته وينه ورکوي.

د المواسات ټولنې د کب په ۸مه په جلال اباد ښار کې له سباوون ستوري انسټيټيوټ څخه دغه لړۍ پيل کړه او د دغه انسټيټيوټ ۳۲۶ تنه زده کوونکي يې وړيا وينې ورکړې ته راجسټر کړل.

د ياد خيريه بنسټ عامل مدير مختار احمد سجاد د دغه کمپاين د مراسمو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ثبت شويو کسانو سره به د کال په اوږدو کې د اړتیا په صورت کې اړيکه نيول کيږي او د تلسيميا ناروغ ته به په رضاکارانه شکل وينه ورکوي.

نوموړی دغه راز وايي  چې دوی دغه راز هغو کسانو ته هم وينه مهيا کوي چې په چاودنو، ترافيکي پېښو، جګړو، ولادت او نورو عملياتو کې وينې ته اړتيا پيدا کوي.

هغه وايي: (( موږ سږ کال په ټولو خصوصي انسټيټيونو او پوهنتونونو ګرځو او د هغوی محصلين به دې ته هڅوو  چې په رضا کارانه شکل موږ سره ځان راجسټر کړي، چې د اړتيا په صورت کې اړمنو ته وړيا وينه ورکړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر دوه کلونه يې هم د يوه خصوصي پوهنتون ۱۴۴۸ محصلين له ځان سره راجسټر کړی و، چې ټولو په رضاکارانه توګه وينه ورکړې ده.

د ياد انسټيټيوټ يوه زده کوونکي شيراغا وويل، چې په رضاکارانه توګه يې ځان راجسټر کړی او هر وخت حاضر دی چې وينه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ په ولايت کې نا امني ډيره ده او هر وخت وينې ته اړتيا پيدا کيږي، نو موږ بايد وينه ورکړو او ژوند وژغورو.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د وينې د بانک امر ډاکټر ښايسته الرحمن عابد چې په يادو مراسمو کې يې ګډون کړی و، پژواک ته وويل چې دوی ته هره ورځ له پنځو تر لسو د تلسيميا ناروغان راځي چې وينې ته اړتيا لري.

هغه وايي ، د المواسات خيريه ټولنې په ګډون ډير خيريه بنسټونه شته  چې له يادو ناروغانو سره مرسته کوي او ورسره راجسټر رضاکاران پر وخت بانک ته د وينې د ورکړې په خاطر ورلېږي.

د يادولو ده  چې په ننګرهار کې تر دې وړاندې هم زرګونه کسانو په رضاکارانه شکل په ډله ييز ډول او هم په انفرادي ډول وينه ورکړې او د اړمنو کسانو ژوند يې ژغورلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.