ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټپي پولیس : د مسوولینو ناوړه چلند او په حق مو سترګې پټول  ډير ځورونکي دي

ټپي پولیس : د مسوولینو ناوړه چلند او په حق مو سترګې پټول ډير ځورونکي دي

author avatar
27 Feb 2017 - 17:19
ټپي پولیس : د مسوولینو ناوړه چلند او په حق مو سترګې پټول  ډير ځورونکي دي
author avatar
27 Feb 2017 - 17:19

لښکرګاه(پژواک،۹کب۹۵): له هلمندي پولیس څخه اوس د پښو د پرې کېدو او سترګو د وتلو درد هېر دی، هغه یو بل درد ځوروي او دا د مسوولینو ناوړه چلند او د ده په حق سترګې پټول دي.

دغه پوليس نورمحمد نوميږي او ٢٤ کاله عمر لري.

نورمحمد د کب نهمه ( د سرتېرو په ورځ) پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل  چې د ملي پوليسو په ليکو کې يې دنده ترسره کوله چې د دندې پرمهال يې د ماين په چاودنه کې دواړه سترګې او پښې له لاسه ورکړې.

دى وايي: (( زما مسلک د ماين شنډول و، ٥١١ ماينونه مې د وظيفې پرمهال شنډ کړل، خو دوه کاله وړاندې په ګرشک کې د وظيفې پرمهال ماين را باندې وچاودېد، دواړه سترګې او پښې مې له منځه ولاړې.))

هغه وويل چې پلار، ورور او دوه ترونه يې د ملي ځواکونو په ليکو کې وژل شوي او د کورنۍ ټول غړي يې اوس ده ته  ور په غاړه دي.

هغه زياته کړه: (( په کور کې اوس شپږ کونډې لرم او ټول ٤٥ کسان يو، د ګټې لپاره داسې کوم خاص کس نه لرو، ټول زما معاش ته ګوري.))

هغه د سوړ اسويلي په ايستلو سره وويل چې د دې ټولو قربانيو ترڅنګ اړوند مسوولين يې حقوق نه ورکوي.

ده وويل: (( که زما حقوق را هم کړي زموږ لپاره کفايت نه کوي او بله دا چې زه د درملنې له امله ډير قرضداره شوى يم خو دا لږ حقوق هم اوس نه راکوي.))

نورمحمد په لوړ غږ وويل چې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره چمتو دى چې په دې نيم بدن هم دنده ترسره کړي.

د هغه په وينا، د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه يې څو ځلې په هلمند او کابل کې اړوندو ارګانونو ته مراجعه کړې، خو هيڅ پايله يې نه درلوده، يواځې سپکې سپورې يې اورېدلې دي.

دغه راز يو بل پوليس برکت الله پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې په سنګين ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال يې خپلې سترګې له لاسه ورکړې دي.

هغه زياته کړه: (( ما په شخصي پيسو خپله درملنه وکړه، نور امکانات نه لرم که نور امکانات راکړل شي امکان شته چې زما يوه سترګه بېرته جوړه شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.