ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زور ودول اجباري قاچاق دى

په زور ودول اجباري قاچاق دى

author avatar
27 Feb 2017 - 15:41
په زور ودول اجباري قاچاق دى
author avatar
27 Feb 2017 - 15:41

لښکرګاه (پژواک، ٩ کب ۹۵): په هلمند کې په زور يوه واده شوې او بيرته طلاقه شوې ميرمن وايي چې د خپلو پنځو ماشومانو د ساتنې مسووليت لري، د ګټې يې څوک نشته او ډېری وخت د شپې په لوږه ويده کېږي.

په زور ودول په دې معنى دي چې يوه ماشومه له رضايت پرته بل چاته په نکاح ورکړل شي او ددې کار د منلو لپاره زور پرې وشي او دغه مسله په افغانستان کې ډيره شوې ده.

په ډيرو پيښو کې کم عمره نجوني د پيسو په بدل کې سپين ږيرو ته ورکول کيږي چې دا يو ډول انسانى قاچاق دى او ډيرى قربانيان يې هم کم عمره نجونې دي.

د افغانستان په هلمند ولايت کې يوه ميرمن د همدې ډول پېښو قرباني شوې ده.

دغه مېرمن بصيره نومېږي، ٣٢ کاله عمر لري او د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په يوه زاړه کور کې له خپلو پنځو ماشومانو سره د بېوزلۍ ورځې شپې سبا کوي.

بصيرې چې د خپلې پړوني څنډه په خوله کې نيولې وه او شمېرلې شمېرلې خبرې یې کولې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه ١٥ کلنه ومه چې پلار مې د وخت په پنځه سوه زرو شنو افغانيو له رضايت پرته د يوه پاخه عمر سړي ته چې نږدې ٤٠ کاله يې عمر وو، ورکړم.))

دې وويل چې خاوند یې تر دې وړاندې يوه بله مېرمن هم درلوده خو د هغې عمر کم و او واده يې ورسره نه و کړى.

بصيره وايي: ((اول يې زه واده کړم او بيا په تمه و تر څو هغه بله لويه شي او بيا له هغې سره هم واده وکړي.))

هغې وويل چې له واده وروسته يې هېڅ ښه ورځ نه ده ليدلې او تل به يې خاوند ورسره بد سلوک کاوه.

بصيره وايي: ((خسر او خواښې مې خاوند راته لمساوه او تل به يې وهلم او کوښښ يې کاوه چې له کوره مې ځواب کړي.))

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((هېڅ نه پوهېږم چې ولې يې له ما سره داسې چلند کاوه، کله به يې راته ديګ بهانه کړ، کله به يې جارو، بس بر ناحقه به يې وهلم.))

بصيره وايي چې څو ځلې يې د ځان وژنې هڅه کړې خو بچي يې سترګو ته درېدلي او له دغه کاره لاس پر سر شوې ده.

د هغې په وينا، له خپل خاوند څخه درې لوڼې او دوه زامن لري چې مشر زوى يې ١٣ کلن دى.

هغې په ژړغوني غږ وويل: ((مشر زوى مې له ما سره د بد وضعيت له امله لېونى شوى دى، په ښه او بد نه پوهېږي، سمې خبرې هم نه شي کولاى هغه هم زما د وږو بار دى.))

بصيره وايي چې په کم عمر کې له ډېرو ناخوالو سره مخ شوې او د وهلو ټکولو داغونه يې اوس هم پر بدن شته دي.

دې وويل، خاوند يې ځکه ورسره بد سلوک کاوه چې ورور يې نه درلود او پلار يې هم سپين ږيرى دى.

اجباري طلاق:

بصيره وايي چې درې کاله وړاندې له خاوند سره محکمې ته ولاړه او هلته يې خاوند طلاق ورکړ خو ماشومان يې دې ته پرېښودل او خاوند يې ترې کلي ته ولاړ.

دې وويل چې اوسهال په يوه زاړه کور کې اوسېږي او د مياشتې زر افغانۍ کرايه ورکوي.

د هغې په وينا، د ژوند تېرولو په موخه خياطي کوي او يا هم د خلکو په کورونو کې کالي پرېمينځي او د مياشتې تر درېيو زرو افغانيو پورې پيدا کوي.

ده زياته کړه: ((تاسو باور وکړئ چې په دې پيسو هيڅ هم نه کېږي، ډېر داسې وخت کېږي چې زه له خپلو ماشومانو سره په لوږه کې ويده کېږم.))

بصيره وايي چې خپلې ستونزې يې له ټولو اړوندو ارګانونو سره شريکې کړې دي خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

بصيره په دغه راپور کې د مستعار نوم په توګه ليکل شوى دى.

د ښځو چارو رياست: د بصيرې دوسيه مو قضايې ارګانونو ته استولې ده

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ پژواک ته وويل چې بصيره خپله ستونزه د ټيلېفون له لارې له دوی سره شريکه کړې ده.

هغې وويل: ((بصيرې دغه کار ځکه د ټيلېفون له لارې وکړ که چېرې خاوند يې پرې خبر شي نو حالت به يې له دې هم بدتر کړي.))

د نيازۍ په وينا، دوى اجرايي ارګان نه دي؛ نو ځکه له بصيرې سره مرسته هم نه شي کولاى خو د هغې موضوع يې له عدلي او قضايي ارګانونو سره شريکه کړې تر څو اړينې مرستې ورسره وکړي.

هغې وويل چې نا امني، بېوزلي او ناپوهي د دغه ډول اجباري ودونو لامل کېږي چې بيا ښې پايلې نه لري.

هغې له قومي مشرانو او ملا امانو غوښتنه وکړه چې د اجباري ودونو د مخنيوي په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

د انسانى قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کميسيون: په هلمند کې اجباري ودونه ډير شوي

د هلمند د عدليې رييس او  د انسانى قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کميسيون غړي محمد طيب اتل پژواک ته وويل چې د قانون له مخې د نجونو لپاره د واده نېټه ١٦ کاله ټاکل شوې ده.

هغه وايي چې د واده په اړه د نجونو رضايت شرط دى او له رضايت پرته واده کول د مدني قوانينو او اسلامي شريعت خلاف عمل دى.

ده زياته کړه: ((که چېرې يوه نجلۍ له رضايت پرته ورکړل شي، دا اجباري قاچاق دى او که چېرې نجلۍ په دې برخه کې عارضه شي نو وکيل که پلار وي او يا هم ورور، د قانون له مخې سزا ویني.))

ده وويل چې په هلمند کې د اجباري ودونو کچه لوړه شوې ده او دوى هڅه کوي د عامه پوهاوي پروګرامونو په پلې کولو سره يې مخه ونيسي.

طيب وايي چې د بصيرې په نوم کومې ښځې تر اوسه دوى ته مراجعه نه ده کړې او که چېرې مراجعه وکړي نو د ستونزو د حل لپاره به يې لازم اقدامات وشي.

د بشري حقونو کميسيون: په اجباري ودونو کې مور او پلار هم ګرم دي.

د هلمند د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو چارو رييسې فاطمې عابدي پژواک ته وويل چې يو شمېر پلرونه خپلې لوڼې لکه د څاريو په څېر د پيسو په مقابل کې پلوري چې بيا بدې پايلې لري.

دې وويل چې دغه ډول ډېرې پېښې تر اوسه دوى ته راغلې دي او هڅه یې کړې چې د قضيې دواړه لوري کېنوي او موضوع يې د خبرو له لارې حل کړي.

نادولتي سازمانونه: ددې مسلې د مخنيوي لپاره بايد عامه پوهاوې وشي.

په هلمند کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خداى نور خانزاده پژواک ته وويل چې د اجباري ودونو په اړه شکايتونه دوى ته هم رسېدلي دي.

هغه وايي چې د يادې ستونزې د حل لپاره دوى تر اوسه د عامه پوهاوې پروګرامونه ترسره کړي او هم يې هڅه کړې چې د ځوانانو په مرسته په دې اړه خلکو ته مشورې ورکړي.

ده زياته کړه: ((ځيني قضيې که ډېرې جدی وي نو هغه بيا موږ عدلي او قضايي ارګانونو ته هم محول کړې تر څو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.))

ده هم له قومي مشرانو او مخورو غوښتنه وکړه چې د اجباري ودونو د مخنيوي برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر د معلوماتو له مخې، د روان کال په اوږدو کې تر دې مهاله د دوى په دفتر کې ٣١٨ پېښې ثبت شوې چې يوازې ٥٣ يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.