د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده

خوست کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده

Feb 27, 2017 - 14:05

خوست ښار (پژواک، ٩ کب ٩٥): په خوست کې د بې پولې ډاکترانو زېږنتون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه په بې ساري ډول راټيټه شوې ده.

د خوست د بې پولې ډاکترانو زېږنتون د خوست ښار په منځ کې موقعيت لري چې د ۲۰۱۲ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې يې فعاليت پيل کړی، خو د ځينو امنيتي ستونزو له امله يې خدمات د لنډ وخت لپاره له ځنډ سره مخ شول.

له هغه وروسته د ځايي دولتي چارواکو او قومي مشرانو په هلو ځلو د ياد کال په وروستيو کې يې بیا فعاليت پيل کړ او تر دې اوسه د دغه ولايت اوسېدونکو ته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د زېږنتون د طبي پرسونل مشرې قابلې صفيې په وينا، دلته د افغان ښځينه ډاکټرانو تر څنګ يو شمېر بهرنۍ ډاکترانې چې په ولادي او نسايي برخو کې تخصص لري، په دغه زېږنتون کې په خدمت کولو بوختې دي.

صفيې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې په منځنۍ کچه په ۲۴ ساعتونو کې په دغه زېږنتون کې ۸۰ نارمل ولادتونه ترسره کېږي.

هغې زياته کړه: ((زموږ ناروغان بېخي ډېر دي، موږ داسې شپه هم لرلې ده چې ۷۳ ولادتونه دلته ترسره شوي، دقيق يې نه شم ويلای خو په ۲۴ ساعتونو کې زموږ ولادتونه تر ۸۰ ډېر دي.))

د بې پولې ډاکترانو د دغه زيږنتون مرستيال سلامت خان مندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی اساسي موخه د مور او ماشوم ژوند ژغورل او هغوی ته لازم روغتيايي خدمات وړاندې کول دي.

د هغه په وينا، په تېرو ۴ کلونو کې د بې پولې ډاکټرانو په دغه زېږنتون کې څه باندې ۶۱زره ولادتونه ترسره شوي چې په منځنۍ کچه هره مياشت  ۱۸ سوه ناروغان دغه زېږنتون ته مراجعه کوي.

مندوزي زياته کړه: ((زموږ د ناروغاتو شمېر د هر کال په تېريدو سره زياتېږي. په ۲۰۱۶ کال کې ټول ټال ۲۱زره ولادتونه دلته شوي چې په هغو کې۲۸۵۰ ولادتونه پېچلي او د عملياتو له لارې شوي دي.))

هغه وايي، که څه هم کره شمېرې په لاس کې نه لري، خو د اټکل له مخې ويلی شي چې په خوست کې د مور او ماشوم د مړينې کچه په بې ساري ډول راټيټه شوې او حتی صفر ته نږدې شوې ده.

مندوزي وويل: ((په خوست کې د دغه روغتون اغېزې ډېرې مثبتې دي. په ۲۰۱۶ ميلادي کال په درېيمه ربع کې موږ د مور او ماشوم د مړينې هېڅ پېښه نه درلوده، دا په دې معنا چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې مخنیوی شوی دی.))

سلامت خان همدارنګه زياته کړه چې په دغه زېږنتون کې د مور او ماشوم دواړو لپاره لازمې روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي او د اړتيا په صورت کې خپل ناروغان د خوست ملکي روغتون او کابل ته لېږدوي.

ده وويل: ((دلته ډېر تمرکز په ميندو باندې دی، مګر هغه ماشومان چې دلته زېږيږي، که چېرې روغتيايي ستونزې ولري، د هغوی لپاره موږ اسانتياوې لرو، کورني او بهرني متخصصين يې درملنه کوي.))

د بې پولې ډاکترانو زېږنتون پر مرکز سربېره په څلورو بېلابېلو ولسواليو کې هم خپل خدمات لري چې د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې د روغتيايي مرکزونو په وسيله وړاندې کېږي.

د زېږنتون د لوژستيکي چارو مسوول کمين الله ياد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوسمهال په لکڼ، صبري، ګربز، تڼي او نادرشاه کوټ ولسواليو کې فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له دوی سره لوژيستيکې ملاتړ کړی او ددې ترڅنګ موږ هلته دوې دوې قابله ګانې ليږلې دي، د هغوی معاش هم موږ ورکوو، ترڅو موږ هلته څلورويشت ساعته خدمات ولرو.))

کمين الله ياد زياته کړه چې په لکڼو او صبريو ولسوالۍ کې يې د زېږنتون لپاره پر دوو ودانيو کار پيل کړی چې په هر يوه باندې ۷۵زره امريکايي ډالر لګښت راځي.

په همدې حال کې د خوست عام خلک وايي چې په دغه ولايت کې د بې پولې ډاکترانو زېږنتون په فعالېدو سره د هغوی هغه ستونزې تر ډېره بريده هوارې شوې دي چې په ياده برخه کې ورسره مخ و.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي محمد سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه وخت چې په خوست کې د بې پولې ډاکترانو زېږنتون نه و فعال، ډېرو ښځو د نا سمو روغتيايي خدماتو د نه شتون له امله د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړي وويل: ((دا زېږنتون د خوست لپاره ډېر ګټور ثابت شوی دی کله چې نه و، خلکو خپل ناروغان شخصي کلينيکونو ته وړل او هلته يې پرې ډېرې پيسې ورکولې، اوس که شپه وي او که ورځ خلک خپل ناروغان دلته راوړي او وړيا خدمات ترسره کيږي)).

د خوست د بې سرحده ډاکټرانو په مرکزي زيږنتون کې ټول ټال ۳۷۰ تنه کار کوي چې ۲۷۰ تنه يې په روغتيايي او پاتې نور يې په نورو برخو کې په کار بوخت دي چې په دغه کې بهرني اتباع هم شامل دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement