ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده

خوست کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده

author avatar
27 Feb 2017 - 14:05
خوست کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده
author avatar
27 Feb 2017 - 14:05

خوست ښار (پژواک، ٩ کب ٩٥): په خوست کې د بې پولې ډاکترانو زېږنتون مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه په بې ساري ډول راټيټه شوې ده.

د خوست د بې پولې ډاکترانو زېږنتون د خوست ښار په منځ کې موقعيت لري چې د ۲۰۱۲ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې يې فعاليت پيل کړی، خو د ځينو امنيتي ستونزو له امله يې خدمات د لنډ وخت لپاره له ځنډ سره مخ شول.

له هغه وروسته د ځايي دولتي چارواکو او قومي مشرانو په هلو ځلو د ياد کال په وروستيو کې يې بیا فعاليت پيل کړ او تر دې اوسه د دغه ولايت اوسېدونکو ته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د زېږنتون د طبي پرسونل مشرې قابلې صفيې په وينا، دلته د افغان ښځينه ډاکټرانو تر څنګ يو شمېر بهرنۍ ډاکترانې چې په ولادي او نسايي برخو کې تخصص لري، په دغه زېږنتون کې په خدمت کولو بوختې دي.

صفيې له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې په منځنۍ کچه په ۲۴ ساعتونو کې په دغه زېږنتون کې ۸۰ نارمل ولادتونه ترسره کېږي.

هغې زياته کړه: ((زموږ ناروغان بېخي ډېر دي، موږ داسې شپه هم لرلې ده چې ۷۳ ولادتونه دلته ترسره شوي، دقيق يې نه شم ويلای خو په ۲۴ ساعتونو کې زموږ ولادتونه تر ۸۰ ډېر دي.))

د بې پولې ډاکترانو د دغه زيږنتون مرستيال سلامت خان مندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی اساسي موخه د مور او ماشوم ژوند ژغورل او هغوی ته لازم روغتيايي خدمات وړاندې کول دي.

د هغه په وينا، په تېرو ۴ کلونو کې د بې پولې ډاکټرانو په دغه زېږنتون کې څه باندې ۶۱زره ولادتونه ترسره شوي چې په منځنۍ کچه هره مياشت  ۱۸ سوه ناروغان دغه زېږنتون ته مراجعه کوي.

مندوزي زياته کړه: ((زموږ د ناروغاتو شمېر د هر کال په تېريدو سره زياتېږي. په ۲۰۱۶ کال کې ټول ټال ۲۱زره ولادتونه دلته شوي چې په هغو کې۲۸۵۰ ولادتونه پېچلي او د عملياتو له لارې شوي دي.))

هغه وايي، که څه هم کره شمېرې په لاس کې نه لري، خو د اټکل له مخې ويلی شي چې په خوست کې د مور او ماشوم د مړينې کچه په بې ساري ډول راټيټه شوې او حتی صفر ته نږدې شوې ده.

مندوزي وويل: ((په خوست کې د دغه روغتون اغېزې ډېرې مثبتې دي. په ۲۰۱۶ ميلادي کال په درېيمه ربع کې موږ د مور او ماشوم د مړينې هېڅ پېښه نه درلوده، دا په دې معنا چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې مخنیوی شوی دی.))

سلامت خان همدارنګه زياته کړه چې په دغه زېږنتون کې د مور او ماشوم دواړو لپاره لازمې روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي او د اړتيا په صورت کې خپل ناروغان د خوست ملکي روغتون او کابل ته لېږدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.