د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ټپي پولیس : د مسوولینو ناوړه چلند او په حق مو سترګې پټول ډير ځورونکي دي

ټپي پولیس : د مسوولینو ناوړه چلند او په حق مو سترګې پټول ډير ځورونکي دي

Feb 27, 2017 - 17:19

لښکرګاه(پژواک،۹کب۹۵): له هلمندي پولیس څخه اوس د پښو د پرې کېدو او سترګو د وتلو درد هېر دی، هغه یو بل درد ځوروي او دا د مسوولینو ناوړه چلند او د ده په حق سترګې پټول دي.

دغه پوليس نورمحمد نوميږي او ٢٤ کاله عمر لري.

نورمحمد د کب نهمه ( د سرتېرو په ورځ) پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل  چې د ملي پوليسو په ليکو کې يې دنده ترسره کوله چې د دندې پرمهال يې د ماين په چاودنه کې دواړه سترګې او پښې له لاسه ورکړې.

دى وايي: (( زما مسلک د ماين شنډول و، ٥١١ ماينونه مې د وظيفې پرمهال شنډ کړل، خو دوه کاله وړاندې په ګرشک کې د وظيفې پرمهال ماين را باندې وچاودېد، دواړه سترګې او پښې مې له منځه ولاړې.))

هغه وويل چې پلار، ورور او دوه ترونه يې د ملي ځواکونو په ليکو کې وژل شوي او د کورنۍ ټول غړي يې اوس ده ته  ور په غاړه دي.

هغه زياته کړه: (( په کور کې اوس شپږ کونډې لرم او ټول ٤٥ کسان يو، د ګټې لپاره داسې کوم خاص کس نه لرو، ټول زما معاش ته ګوري.))

هغه د سوړ اسويلي په ايستلو سره وويل چې د دې ټولو قربانيو ترڅنګ اړوند مسوولين يې حقوق نه ورکوي.

ده وويل: (( که زما حقوق را هم کړي زموږ لپاره کفايت نه کوي او بله دا چې زه د درملنې له امله ډير قرضداره شوى يم خو دا لږ حقوق هم اوس نه راکوي.))

نورمحمد په لوړ غږ وويل چې په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره چمتو دى چې په دې نيم بدن هم دنده ترسره کړي.

د هغه په وينا، د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په موخه يې څو ځلې په هلمند او کابل کې اړوندو ارګانونو ته مراجعه کړې، خو هيڅ پايله يې نه درلوده، يواځې سپکې سپورې يې اورېدلې دي.

دغه راز يو بل پوليس برکت الله پژواک ته وويل چې درې کاله وړاندې په سنګين ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال يې خپلې سترګې له لاسه ورکړې دي.

هغه زياته کړه: (( ما په شخصي پيسو خپله درملنه وکړه، نور امکانات نه لرم که نور امکانات راکړل شي امکان شته چې زما يوه سترګه بېرته جوړه شي.))

ده هم وويل چې اړوند مسوولين يې د تقاعد پيسې نه ورکوي او له ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

خو بل لورته د يادو پوليسو د څرګندونو په اړه په هلمند کې د امنيې قوماندانۍ سرپرست بريدجنرال عبدالرحيم چخانسوري پژواک ته وويل چې يادو پوليسو ته يې حقوق په وخت ورکړل شوي دي.

ده وويل: (( په ګرشک کې ټپي شوي پوليس د درملنې په موخه بهر ته د تلو امکانات غوښتي چې خبره ورسره منل شوې او ډير ژر به بهر ته ولېږل شي.))

د چخانسوري په وينا، د قانون له مخې ټپي سرتېرو ته د مياشتني حقوقو ترڅنګ،په لومړي سر کې پنځوس زره افغانۍ هم ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په ټول هېواد کې د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې د سرتېري ورځ ونمانځل شوه چې د ولسمشر اشرف غني په ګډون نورو حکومتي مشرانو هم په کې برخه اخيستې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement