پلخمري ( پژواک، ١٠ کب ٩٥): بغلان کې سيمه ييز مسوولين وايي چې د هېواد امنيتي ځواکونود دهنۀ غوري ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره عمليات په لار اچولي چې تراوسه د وسلوالو مخالفينو د دوو مهمو کسانو په ګډون د يادې ډلې څه ناڅه لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنيتي ځواکونو له تېرو درې ورځو راهيسې د دهنه غوري ولسوالۍ بېرته نيولو لپاره عمليات په لار اچولي دي.
بغلان امنيه قوماندانۍ کې يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرامنيتي ځواکونو د وسلوالو مخالفينو څو بريدونه په شاتمبول شوي دي او ددې ډلې له منځه وړلو لپاره عمليات دوام لري.
سرچينې زياته کړه چې تراوسه دې عملياتو کې د وسلوالو مخالفينو د دوو مهموکسانو په ګډون لس کسان وژل شوي اوټپيان دي.
د دهن غوري ولسوالې شاوخوا اته مياشت وړاندې د وسلوالو مخالفينو لاس ته ورغله.
دهنه غوري ولسوالۍ، له پلخمري ښار څخه ٢٥کيلومتره لرې پرته ده اوڅه باندې ٣٠ زره وګړي لري.
د بغلان ولايتي شورا غړى سميع الدين ناظرهم وايي چې پر دوشي ولسوالۍ د طالبانو بريدکې ، څو کلي د طالبانو لاس ته ورغلي دي، له تاله وبرفک ولسوالۍ او باميانو ولايت سره د بغلان ولايت نښلونکې لار هم تړل شوي ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن