ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په بهسودو کې چاودنې ٨ تنه ټپيان کړي

د ننګرهار په بهسودو کې چاودنې ٨ تنه ټپيان کړي

author avatar
28 Feb 2017 - 16:48
د ننګرهار په بهسودو کې چاودنې ٨ تنه ټپيان کړي
author avatar
28 Feb 2017 - 16:48

جلال اباد (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د ملکي وګړو او پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بانډې په سيمه کې نن غرمه شاوخوا يوه نيمه بجه د يوه زرنج موټرسايکل په وسيله شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي چې د ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال هم وايي چې دوى ته د  دوو ماشومانو په ګډون شپږ ټپيان راوړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د يادې سيمې يوه قومي مشر ملک ګل جان پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ګوشتې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر رينجر موټر شوې وه.

هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله د ياد قوماندان په ګډون څلور پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دى وايي چې په چاودنه کې دوه رينجر موټر او يو د ملکي وګړو موټر هم زيانمن شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.