جلال اباد (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د ملکي وګړو او پوليسو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بانډې په سيمه کې نن غرمه شاوخوا يوه نيمه بجه د يوه زرنج موټرسايکل په وسيله شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي چې د ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال هم وايي چې دوى ته د دوو ماشومانو په ګډون شپږ ټپيان راوړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د يادې سيمې يوه قومي مشر ملک ګل جان پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ګوشتې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان پر رينجر موټر شوې وه.
هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله د ياد قوماندان په ګډون څلور پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دى وايي چې په چاودنه کې دوه رينجر موټر او يو د ملکي وګړو موټر هم زيانمن شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن