ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: موږ به د پاکستان پرځاى د اړتيا وړ توکي له نورو هېوادونو وارد کړو

سوداګر: موږ به د پاکستان پرځاى د اړتيا وړ توکي له نورو هېوادونو وارد کړو

author avatar
28 Feb 2017 - 19:30
سوداګر: موږ به د پاکستان پرځاى د اړتيا وړ توکي له نورو هېوادونو وارد کړو
author avatar
28 Feb 2017 - 19:30

جلال اباد (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د ختيځې سيمې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، که د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل دوام وکړي دوی به د خپلو ولسونو د اړتيا وړ توکي له نورو هېوادونو وارد کړي.

دوی دغه څرګندونې نن د ننګرهار د رسنيو دفتر کې مطبوعاتي ناستې ته وکړې او ويې ويل چې د  پاکستان له لورې د تورخم دروازې تړل کېدل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي.

نږدې دوه اوونۍ مخکې وروسته له هغه چې په پاکستان کې خونړي بريدونه وشول او مسووليت يې داعش او جاعت الاحرار ډلو پر غاړه واخيست، پاکستان د سرحدي سيمو لارې وتړلې.

د ننګرهار سوداګرۍ خونې استازي خواجه محمد وويل، چې پاکستان د ټولو نړيوالو اصولو خلاف په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزيټي سوداګريز تړون (اپټا) تړون څخه سرغړونې کوي.

ده وویل، چې افغانستان د نړيوال تجارتي سازمان غړيتوب لري او هيڅ هېواد نه شي کولی، چې افغانستان سره خپلې ترانزيټي لارې وتړي.

په دغه ناسته کې د لغمان ولايت د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي محمد شريف وويل، پاکستان هر وخت له سوداګريزو قوانينو سرغړونه کړې.

نوموړي زياته کړه چې د نړيوال سوداګريزو اصولو له مخې هر هېواد، چې غواړي له بل هېواد سره ترانزيټی لارې وتړي بايد شپږ مياشتې وړاندې خبر ورکړي.

د شريف په خبره، که پاکستان له افغانستان سره تړلې لارې خلاصې نه کړي؛ نو دوی به له نورو هېوادونو څخه سوداګري پيل کړي.

دغه راز د کونړ ولايت د سوداګرۍ خونې مسوول جلال بيا وويل يا دې د اپټا تړون لغوه او يا دې پرې له سره غور وشي.

ده زياته کړه، چې افغان سوداګرو او ولسونو ته د پاکستان دغه ډول کړنه نوره د زغمولو وړ نه ده.

د دې ناستې  پر مهال سوداګرو وويل، چې پاکستان له افغانستان سره دوه مخی سياست کوي او د اپټا په شوي تړون عمل نه کوي.

دوی وايي، له هغې ورځې چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازه تړل شوې، دوی د ولسونو د اړتياوو پوره کولو په موخه له ايران نه تازه مېوې، سبزيجات او نور توکي را وارد کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.