ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال او ختيځ کې ټولګټې پروژې پلې شوې

په شمال او ختيځ کې ټولګټې پروژې پلې شوې

author avatar
28 Feb 2017 - 18:58
په شمال او ختيځ کې ټولګټې پروژې پلې شوې
author avatar
28 Feb 2017 - 18:58

مزارشريف (پژواک، ۱۰ کب ۹۵): د هېواد په شمال کې د باغونو د ښه خړوبېدو په موخه د باران اوبو ته ٣٣٠ زېرمې جوړې شوې او په ننګرهار کې يو استنادي دېوال جوړ او د دوو نورو چارې پيل شوې

دغه زېرمې د کرنې وزارت د باغدارۍ د ملي پروژې په چوکاټ کې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې جوړې شوي او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په افغانستان کې د يادې پروژې مسوول محمد عثمان ساپي، د دغو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې زېرمو پر جوړېدو  ۳،۳ ميليونه امريکايي ډالره  لګښت راغلى  او د زېرمو په جوړېدو کې د خلکو ونډه  ۲۵ سلنه ده.

په شمال زون کې د يادې پروژې مسوول فهيم جباري وايي چې هره زېرمه د ۵۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کېدو وړتيا لري.

باغداران که څه هم د باغونو د ښه خړوبېدو لپاره په جوړو شويو زېرمو خوښ دي خو د ميوو لپاره د بازار له نشتوالي شکايت کوي.

د بلخ ولايت د مرکز اوسېدونکى محمد عظيم بای وايي تمه لري چې د جوړو شويو زېرمو له لارې به د خلکو باغونه ښه خړوب شي؛ خو دولت بايد د ميوو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هم جدي هڅې وکړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د کليو پراختيا وزارت له لورې  يو استنادي دېوال جوړ او د دوو نورو چارې پيل شوې .

 د ننګرهار د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې مشر انجنير صفت الله شرمل وايي، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په اکا خېلو،ياغي بند او خرکنۍ کليو کې يو استنادي دېوال جوړ او د شپږ سوه پنځوس متره په اوږدوالې د دوو نورو استنادي دېوالونو د جوړولو چارې پيل شوې.

د ده په وينا، د يادو درېيو واړو پروژو ټولو لګښت شاوخوا ١٨ ميليونه افغانۍ کېږي او د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکول کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ديوالونو په جوړولو سره به زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې د سېلابونو له ګواښونو وژغورل شي.

د يادې سيمې يو تن قومي مشر د يادو پروژو له امله له ولايتي ادارې مننه وکړه او په ياده ولسوالۍ کې د  نورو پروژو د پلي کېدو غوښتونکى شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.