باميان (پژواک، ١١ کب ٩٥): د باميانو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د باميانو- کابل لويه لاره په حاجيګک غاښي کې له درېيو اوونيو وروسته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
د باميانو- کابل لويه لاره د ميدان وردګو له ولايته د حاجيګک غاښي له لارې چې له باميانو ولايت نه کابل ته تر ټولو نږدې لاره ده، درې اوونۍ وړاندې د سختو واورو له امله تړل شوې وه.
د شيبر ولسوالۍ يوه چارواکي عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د بامیان- کابل لاره د حاجیګک کوتل له لارې د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې او په دغه مسیر کې کومه ستونزه نشته.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه پورې يوازې فلانکوچ او ټونس موټر له غاښي تېر شوي دي، تر سبا او بل سبا پورې که هوا ښه شي او خرابه نه وي، د کوچنيو موټرو لکه سراچو او کرولا لپاره به هم چمتو شي.))
د کابل- باميان لارې يوه موټر چلوونکي خليفه يعقوب چې نن يې له حاجيګک غاښي نه د کابل پر لور حرکت کړى، وويل چې د پروان ولايت مسير د ميدان وردګو د لارې په پرتله دوه چنده کېږي.
هغه زياته کړه: ((د حاجيګک لارې په بندښت سره موټر چلوونکي له خپل کار سره لېوالتيا نه لري، په همدې سبب د مسافرو لپاره ستونزې پيدا شوې، له حاجيکګ نه تر کابل پورې درې ساعته لار ده، خو د پروان ولايت له لارې بايد شپږ ساعته مزل وکړو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن