پل علم (پژواک، ١١ کب ٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د يوې کمپنۍ تښتول شوي پنځه انجينران بېرته خوشي شول.
د محمداغې ولسوال محمدنصير امين د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کب په ٦مه نېټه وسله والو طالبانو د بلوبل کمپنۍ پنځه انجنيران د دې ولسوالۍ له دولت اباد سيمې تښتولي وو.
هغه وويل چې دغو انجنيرانو د پل کندهار- سرخاب سيمې د سړک جوړونې مسووليت پر غاړه درلود.
ده وويل چې یاد انجينران تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته خوشي شوي او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
ولسوال د يادو انجينرانو د خوشي کېدو په بدل کې د کومې معاملې خبره ونه کړه خو زياته يې کړه چې تر دې وروسته که د هرې کمپنۍ انجينران او کار کوونکي سيمې ته ورځي بايد امنيتي ارګانونه په جريان کې کړي.
د سرخاب سيمې قومي مشر ګلاب الدين پژواک ته وويل: ((د دغو کسانو په خلاصولو کې مو ډېرې هلې ځلې وکړې او پرون مو په ولسوالۍ کې خپلو کورنيو ته وسپارل.))
وسله وال طالبان هم ياده پېښه تاييدوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه کسان د طالبانو له لوري بيول شوي وو.
د هغه په وينا، هره کمپنۍ که غواړي د طالبانو په سيمو کې کار وکړي، بايد د طالبانو د موسسو او تاسيساتو له کمېسيون څخه اجازه پاڼه ولري.
ده زياته کړه: ((کومې پروژې چې زموږ په سيمو کې پلې کېږي، موږ يې مسووليت لرو چې څارنه يې وکړو، نو بايد زموږ د کمېسيون اجازه هم ولري.))
د مجاهد په خبره، که کوم شرکت د دوى له اجازې پرته د دوى په سيمو کې پر پروژو کار وکړي نو که بيا له هر برخليک سره مخ شول، ګناه يې خپله ده.
د بلوبل کمپنۍ مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن