ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د پاکستان ضد لاریون وشو

خوست کې د پاکستان ضد لاریون وشو

author avatar
2 Mar 2017 - 14:43
خوست کې د پاکستان ضد لاریون وشو
author avatar
2 Mar 2017 - 14:43

خوست ښار (پژواک، ١٢ کب ٩٥): په خوست کې سلګونو خلکو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او د هغه هېواد له لوري يې پر ننګرهار او کونړ ولايتونو وروستي راکټي بريدونه او د ترانزيټي لارو تړل وغندل.

لاريون کوونکو "مرګ پر پاکستان" شعارونه ورکول او دغه راز يې له ځان سره د رخت پر ټوټو ليکلي شعارونه هم لېږدول.

د افغان حکومتي چارواکو په وينا، په دې وروستيو کې د ننګرهار پر لعل پورې او د کونړ پر خاص کونړ ولسواليو د ډيورنډ کرښې له بلې غاړې سلګونه راکټونه ويشتل شوي چې په پايله کې يې يو شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د خوست د دغه لاريون ګډونوالو له نړيوالو او په ځانګړې توګه د امريکا له متحده ايالاتو وغوښتل چې د پاکستان د دغه تېري د مخنيوي لپاره له افغانستان سره د شوي امنيتي تړون له مخې خپل مسووليت ترسره کړي.

د لاريون يوه ګډونوال شاه محمد پژواک ته وويل: ((ګاونډيانو ته موږ احترام لرو او له هغوی هم د متقابل احترام غوښتنه کوو، موږ هغوی په توپونو او راکتونو نه ولو او پر هغوی د کفر فتوې نه کوو، که دوی دا کار کوي، زه هم د خپل وطن نه د دفاع حق لرم.))

د لاريون ګډونوالو له افغان حکومت څخه هم په کلکه غوښتنه وکړه چې په خپلو داخلي چارو کې د ګاونډيو هېوادونو د مداخلې د مخنيوي لپاره ثابت او غوڅ دريځ غوره کړي.

لاريون کوونکو په تُنده لهجه خبرداری ورکړ چې که پاکستان د افغانستان پر سرحدي سيمو د راکټي بريدونو څخه لاس وانه خلي، د ولسي افغانانو له سخت وسله وال غبرګون سره به مخ شي.

جان مير ځاځي د لاريون بل ګډونوال وويل: ((هغه افغانان چې پرون وو، هغه نن نه دي، د پاکستان د پوځ ټول شوم پلانونو باندې پوه شوي دي او پر هغوی غږ کوو چې له دې شومو پلانونو لاس واخلي که نه زيان به يې په خپله وويني.))

دوی همدارنګه له پاکستانه وغوښتل چې د لر او بر پښتنو تر منځ دې د نفاق اچولو له توطيو څخه ډډه وکړي او د تورخم او سپين بولدک لارې دې پرته له ځنډه د پښتنو پر مخ پرانيزي.

لاريون کوونکو د يوه پرېکړه په ترڅ کې له نړيوالو هم وغوښتل چې پاکستان د نړيوالو ترهګرو د تمويل او پټنځای په توګه وپېژني او هر اړخيز بنديزونه دې پرې ولګوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې په ننګرهار، کونړ، کابل، بلخ هلمند او کندهار کې هم د پاکستان پر ضد لاريونونه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.