ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګانو کې د سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

سمنګانو کې د سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
2 Mar 2017 - 18:46
سمنګانو کې د سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
2 Mar 2017 - 18:46

ايبک (پژواک، ١٢ کب ٩٥): د سمنګان ولايت ايبک ښار کې د خصوصي سکتور لخوا د لومړي ځل لپاره د يو سل بستريز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې.

 انجنير سيديعقوب شاه روشن زاده چې د ياد روغتون د ودانۍ نقشه يې طرحه او ډيزاين کړې، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ياد روغتون د رغولو لګښت چې شا وخوا دوه ميليون ډالره اټکل شوى، د ياد ولايت د مرکز ايبک ښار د اوسېدونکي حاجي بابه قل لخوا ورکول کېږي.

 د سرچينې په وينا، ټاکل شوې چې د ياد روغتون ودانۍ په راتلونکو دوه کلونو کې په څلور زره متر مربع (دوه جريبه) ځمکه کې ورغول شي.

 هغه زياته کړه، د ياد روغتون د ودانۍ نقشه له نړيوالو معيارونو سره سم طرحه او ډېزاين شوې او ټاکل شوې چې په څلورو پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول ورغول شي، چې د نسايي ولادي، عمومي داخلې، عمومي جراحۍ، ارتوپيدي او سترګو د ناروغيو د درملنې برخې به لري.

 د يادې پروژې د انجنيرۍ مسوول د معلوماتو پر بنسټ، له يادو دوه مليون ډالرو يې، يو ميليو او ٢٠٠ زره ډالر يې د ودانۍ پر جوړولو او پاتې نورې يې طبي تجهيزاتو ته ځانګړې شوې دي.

هغه وويل، د ياد روغتون ودانۍ په يوه څنډه کې د ناروغانو ستونزو د حل لپاره يو جومات، يو رسټورانټ جوړيږي چې دغه راز به پکې يو څاه هم وکېندل شي.

بلخوا د سمنګانو ولايت سيمه ييز چارواکي هم د خصوصي سکټور په مرسته د ياد روغتون له جوړولو هرکلى کوي.

د سمنګانو د ولايتي شورا مشر صفت الله سمنګاني وويل، اوسمهال د سمنګانو سلګونه اوسېدونکي په ياد ولايت کې د روغتيايي مرکزونو د کمښت له امله خپل ناروغان د درملنې په موخه بلخ او يا هم کابل ته لېږدوي.

هغه زياته کړه، که چېرې نور سوداګر هم په دا ډول عامه ګټو پروژو کې پانګوالي وکړي نو له يوه لوري به د خلکو ستونزې هوارې کړي او له بل لوري به له خپلې پانګې ښه ګټه ترلاسه کړي.

د سمنګانو ولايتي روغتون مشر ډاکټر اکرام الدين وکيلزاده په روغتيايي برخه کې د دغه سوداګر له پانګې هرکلى وکړ او د ياد روغتون د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې يې وويل، په دغه ولايت کې د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو نفوس هم زياتيږي چې ورسره په روغتيايي برخو کې د خلکو د ستونزه کچه هم لوړيږي.

هغه زياته کړه، اوسمهال د سمنګانو لايت په شپږونو ولسواليو او مرکز کې يو ولايتي روغتون، ولسواليو کې درې روغتونونه او ٣٠ روغتيايي کلينيکونه موجود دي، چې دغه اندازه مرکزونه په يوازې توګه د دې ولايت د خلکو ستونزو ته لاسرسى نه شي کولى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.