جلال اباد (پژواک، ۱۲ کب ٩٥): په ننګرهار کې د کسبګرو او اصنافو اتحاديې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ له امله د خرڅلاو کچه پنځوس سلنه کمه شوې او روان کال نږدې ۳۰ سوداګر او اصناف د پيسو لپاره اختطاف شوي دي.
د يادې اتحاديې مرستيال عزيزالرحمن عرب له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د نا امنۍ له امله په ننګرهار کې د بې روزګارۍ کچه هم ډېره لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ننګرهار کې له دغې ټولنې سره ۹۶ د کسبګرو او دوکاندارانو صنفونه راجستر دي چې د دوکانونو شمېر يې ۱۶۰۰ ته رسېږي او ټول له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي چې ياده ټولنه د دغو خلکو ستونزې د ټولنې د غړو او د حکومت له لارې حل کوي چې واړه او داخلي موضوعاتو ته یې همدا ټولنه رسېدنه کوي خو نور موضوعات يې بيا د اړوندو ادارو په مرسته هوارېږي.
عرب وويل: ((ډېر کله چې خپلمنځي شخړې وي، له مالکانو سره د کرايې په برخه کې ستونزه وي دا موږ خپله حلوو؛ خو دلته نورې ستونزې هم شته چې د حکومتي ادارو له لوري کسبګرو او اصنافو ته متوجه کېږي چې بيا هغه د اړوند ادارو سره حلوو.))
خو د کسبګرو او اصنافو اتحاديه وايي چې د جلال اباد ښار کسبګر او اصناف لا هم د مالياتو په ورکړه جوازونو اخيستو، برېښنا، نا امنۍ، کرايه لوړوالي او نورو برخو کې ستونزې لري.
د دې اتحاديې د مرستيال د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د نا امنۍ له امله سوداګري پنځوس سلنه راټيټه شوې او ډېر پانګوال د خپلې پانګې پر ايستلو بوخت دي.
د عزيزالرحمن عرب په وينا، روان کال نږدې ۳۰ تنه اصناف او سوداګر او يا هم د هغوی د کورنيو غړي د پيسو لپاره اختطاف شوي چې نورو سوداګرو، اصنافو او دوکاندارانو ته يې اندېښنې پيدا کړې دي.
د اصنافو او کسبګرو اتحايه غوښتنه کوي چې هېواد ته د داخلي توليداتو په خاطر د را واردېدونکو خامو موادو محصول باندې کم شي؛ ځکه چې د توليد کچه ورسره لوړېږي.
نوموړي زياته کړه: ((که چېرې محصول لوړ وي؛ نو د داخلي توليداتو بيه هم ورسره لوړېږي او بيا يې خلک اخيستو ته ځکه زړه نه ښه کوي چې د بهرنيو ورته توليداتو بيه ټيټه وي.))
د ننګرهار د کسبګرو او اصنافو اتحاديې مشر په پای کې د ننګرهار له ولايتي ادارې وغوښتل چې د کسبګرو او اصنافو د مشکلاتو حل ته رسيدګي وکړي، تر څو له يوې خوا خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا داخلي توليدات وده وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن