ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: لغمان کې ٤٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: لغمان کې ٤٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Mar 2017 - 15:55
چارواکي: لغمان کې ٤٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Mar 2017 - 15:55

مهترلام (پژواک، ١٢ کب ٩٥): چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو د وسله والو طالبانو لخوا د لغمان د سقوط پلان شنډ کړی او په پيل شوو عملياتو کې يې ٤٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د کب په ١٢مه د امنيتي ځواکونو د مشرانو په شتون کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې تېره ورځ دښمن شوم پلان درلود څو د الينګار او اليشنګ په استقامت يو شمېر امنيتي پوستې سقوط او دغو دواړو ولسوالیو ته غځېدلې لارې وتړي.

خو هغه زياته کړه چې ټولو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډه وشو کولی چې په پوره مېړانې د دښمن دغه شوم پلان شنډ کړي او هغوی له درنو تلفاتو سره پر شا وتمبوي.

نعيمي وويل چې د وسله والو مخالفينو موخه يوازې ورانی، ويجاړی او په عامو خلکو کې وېره خورول دي او تل هڅه کوي چې له مقدسو ځايونو او د عامو خلکو له کورونو پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړي.

والي وايي: ((زموږ د قواوو مورال لوړ، عزم يې قوي او له دې خاورې څخه د دفاع په لاره کې به له هیڅ راز سرښندنې دریغ ونه کړي.

نعيمي ولس ته ډاډ ورکړ چې د خدای تعالی په نصر او د وسله وال پوځ د مټو په زور دښمن به هېڅکله هم د داسې ویجاړوونکو او شومو پلانونو په تطبیق کې بریالي نه شي.

په همدغه خبري کنفرانس کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازيتوب وويل چې د پروني شوم پلان د شنډولو او د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ په بېلابېلو نښتو کې د دښمن ۲۱ تنه وژل شوي او له ۱۳ نه تر پنځلس شدید زخمیان شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملیاتو کې چې هوايي او ځمکني ګډو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډون درلود په کې مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله واوښته

جنرال وزيري زياته کړه چې دښمن هڅه کوي څو د مقدسو اماکنو او د ملکي خلکو له کورونو پر موږ ډزې وکړي خو ولې دوى دغو مقدسو ځایونو او خپلو ولسونو ته په پوره درناوي هڅه کوو چې ملکي تلفات رامنځته نه شي چې له نېکه مرغه په دغو عملیاتو کې هېڅ ملکي تلفات نه لرو.

د یادونې ده، له تېرې ورځې راهیسې د لغمان والي تر مشرۍ لاندې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان، د پولیسو د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندان، د عامه نظم د اوومې لوا قوماندان او دغه راز د لغمان د امنیتي او دفاعي ځواک لومړۍ درجه رهبري د دښمن د دغه شوم پلان د شنډولو او نویو امنیتي تدابیرو د نیولو په موخه په ګډې سوق و ادارې کې د وضعیت د مهار کولو په خاطر شتون لري.

بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې امنيتي حالت تر ورځې بلې خرابېږي او وسله وال مخالفين د ولايت د مرکز په ٣ کيلومترۍ کې بريدونه کوي.

د نجيب الله په نوم د الينګار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې پرون هم په ښار کې درېيو پوستو سقوط وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.