د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان په ساحلي فوټبال کې ماليزيا ته ماتې ورکړه

افغانستان په ساحلي فوټبال کې ماليزيا ته ماتې ورکړه

Mar 04, 2017 - 17:19

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٥): افغانستان  د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام  ته د لار موندلو په سياليو کې کوربه هېواد  ماليزيا ته ماتې ورکړه.

دا لوبې نن د کب په ١٤مه، د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو ترمنځ پيل شوې، چې په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان؛ په ب ګروپ کې عمان، لبنان او ټايلينډ؛ په سي ګروپ کې جاپان، امارات، عراق او قطر شامل دي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغانستان نن  خپله لومړۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه، چې پنځه په درېيو ګولونو يې کوربه هېواد ته ماتې ورکړه.

د  افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې له لوري حضرت ګل باران، ذبيح الدين، رووف قادري او زين الدين شريفي ګولونه ووهل.

افغانستان به سبا خپله دويمه لوبه له چين سره ترسره کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan