د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سمنګان کې له يوې اته کلنې نجلۍ سره د ۴۰ کلن سړي د نکاح مخه نيول شوې

سمنګان کې له يوې اته کلنې نجلۍ سره د ۴۰ کلن سړي د نکاح مخه نيول شوې

Mar 04, 2017 - 16:57

ايبک (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د سمنګانو سيمه ييزو چارواکو د ياد ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د جومات د يوه ملا امام له لوري له يوه څلوېښت کلن سړي سره د اته کلنې نجلۍ د نکاح مخنيوى کړى دى.

د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، اته کلنه ياسمين چې د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، پنځه کاله وړاندې د مور له مړينې وروسته د هغې د پلار له لوري د سرپرستۍ په موخه د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ غزنيګک کلي اوسېدونکي نصرالله ته ورکړل شوې وه.

د هغه په وينا، د ياد کلي د يوه جومات ملا امام محمد موسى د اته کلنې نجلۍ نکاح له نصرالله نومي سره چې يوه مېرمن او څلور اولادونه هم لري؛ تړلې وه.

د حضرت سلطان د ولسوال په وينا، د جومات ملا امام د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې د يادې اته کلنې ماشومې نکاح له يوه څلوېښت کلن سړي سره تړلې؟ ويلي چې ياده نجلۍ د نصرالله په کور کې نامحرمه وه؛ د دې لپاره چې محرمه شي نو د هغې نکاح يې تړلې ده.

هغه وويل، سيمه ييزه اداره له يادې موضوع له خبرېدو وروسته نصرالله او ملا امام دواړه نيولي او د کوژدې د له منځه وړو قضيه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې ده.

هغه څرګنده کړه چې اوسمهال د يادې نجلۍ سرپرستي له نصرالله اخيستل شوې او د هغې ترور ته ور پر غاړه شوې ده.

د سمنګان د ښځو چارو رياست د حقونو مديرې ګلالۍ ساپۍ د يادې نجلۍ واده د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى وباله او ويې ويل چې په ياد ولايت کې د بېلابېلو بنسټونو د هڅو په پايله کې د تېر کال په پرتله د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې ده.

د هغې په وينا، د روان کال له پيله راهيسې په سمنګانو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٨٤ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې دغه شمېره تېر کال ٢١٠ مواردو ته رسېدله.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement